د دهلې بند د استملاک په اړه د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې او ښار جوړولو او ځمکو وزارت ترمنځ د همغږۍ ناسته ترسره شوه.

MEW-Media
Tue, Jul 13 2021 1:08 PM
666

د دهلې بند د استملاک په اړه د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې او ښار جوړولو او ځمکو وزارت ترمنځ د همغږۍ ناسته ترسره شوه.

دا جلسه د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې د اوبو تنظیم لوی رئیس انجنیر نعیم الله سالارزی، د پروګرامونو مدیریت مرکزي دفتر رئیس انجنیر سید مقیم سادات او د ښارجوړونې او اراضۍ وزارت د زمیندارۍ معین محمدبابر امیني او د دواړو ادارو یو شمیر مسؤلینو ګډون ترسره شوه.

په دې جلسه کې د قندهار ولایت ارغنداب ولسوالۍ ډهلې بند د کار پرمختګ وضیعت راپور تر مطالعې او بیا کتنې لاندې ونیول شو، د اجتماعي مسایلو او په خاص ډول د بند استملاک په اړه د ګډې همکارۍ پلان په اړه بحث او د نظرونو تبادلې صورت ونیو.

په اخر کې د جلسې ګډونوالو د اجتماعي مسایلو حل او بند د استملاک چارو په اړه په زیاته همغږۍ تاکید وکړ.

د اوبو چارو د تنظیم ملي اداره

User account menu