د اوبو مدیریت پراختیايي پروژو په اړه د ارزګان ولایت استازي سره لیدنه.
د اوبو مدیریت پراختیايي پروژو په اړه د ارزګان ولایت استازي سره لیدنه.
د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې عمومي رئيس ښاغلي انجنیر خان محمد تکل په خپل کاري دفتر کې د ارزګان ولایت د خلکو استازي ښاغلي قدرت رحیمي شره وکتل.
په دغه لیدنه کې په ارزګان ولایت کې د اوبو مدیریت پراختیايي پروژو په ځانګړي ډول د(نور الدین کانال او خاک باد کانال) د بیارغولو په اړه خبرې او د نظرونو تبادله وکړه.
د اوبو چارو د تنظيم ملي ادارې عمومي رئیس ښاغلي انجنير خان محمد تکل د ياد ولايت د خلکو استازي ته ډاډ ورکړ چې د متوازنې پراختيا په نظر کې نيولو سره به په هغه ولايتونو ته زياته پاملرنه وشي په کومو کې چې د اوبو د مديريت په برخه کم کار شوی، په همدې اساس په ارزګان ولايت کې د اوبو د مديريت پروژې به د دې ادارې له لومړيتوبونو څخه وي او د خلکو ستونزو ته به رسېدګي وشي.
همدارنګه ښاغلي رحيمي د اوبو چارو د تنظيم ملي ادارې کړنې وستايلې او په ياد ولايت کې د اوبو د مديريت پروژو په تطبيق کې د هر ډول همکارۍ ژمنه وکړه.
د اوبو چارو د تنظيم ملي اداره
