د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې تخنیکي مرستیال په هرات ولایت کې د پاشدان د اوبو او بريښنا بند څخه لیدنه وکړه.
ښاغلي بصیري د پاشدان بند پروژې د چارو لیدنې پر وخت د تخنیکي برخې او د قراردادي شرکت مسؤلینو ته لازم هدایات ورکړل او د پروژې د چارو چټکتیا تر څنګ یې د ولسي جرګې او ولایتي شورا استازو، عامو خلکو او محلي ادارو څخه د امنیت په برخه کې د همکارۍ غوښتنه وکړه.
د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې تخنیکي مرستیال د خلکو همکارۍ څخه د مننې تر څنګ وویل" د هېواد اوبه مهارول د افغانستان جمهور رئيس او د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې عمومي رئيس ښاغلي انجنیر خان محمد تکل لومړیتوبونو څخه دي. په همدې موخه په هرات ولایت کې چټکې او ګټورې پروژې تر لاسه لاندې لرو چې ستاسو ولسونو په همکارۍ به عملي کیږي. همدارنګه ښاغلي بصیري په هرات ولایت کې د کبګان بند د جوړېدو ډاډ ورکړ".
د اوبو د چارو د تنظیم ملي اداره
