د شبرغان ښار د بیلا بیلو سیمو د سپينږیرو او مشرانو سره د هغوئ د ستونزو د اورېدو په موخه لیدنه،

MEW-Media
Thu, Jan 14 2021 10:45 AM
99

د لیدنو او ناستو په دوام د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې لوی رئیس او د انرژي خدماتو د تنظیم ادارې سرپرست ښاغلي انجنیر خان محمد تکل جوزجان ولایت ته په خپل رسمي سفر کې د شبرغان ښار د مختلفو قریو سپينږیرو، مشرانو او متنفذینو سره د هغوئ د ستونزو او اړتیا اورېدو په موخه وکتل.

په دغه لیدنه کې د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې لوی رئيس د شبرغان خلکو ستونزې او اړتیاوې له نږدې بررسي کړې او د جوزجان ولایت سیندیزې حوزې ریاست ته یې هدایت وکړ تر څو یادې سیمې د اوبو مدیریت پراختیاي پروژو د تطبیق په موخه سروې کړي.

User account menu