د (آب) میاشتنۍ خپرونې تر څنګ د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې د (اوبه) په نوم درې میاشتنۍ مجلې دیارلسمه ګڼه په ډېر ښکلې ډیزاین او صحافت خپره شوه!

MEW-Media
Sat, Dec 19 2020 12:32 PM
77

د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې د دفتر ریاست، د اطلاعاتو او عامه اړیکو څانګې، مجله چې د "اوبه" تر عنوان لاندې په هرو دریو میاشتو کې خپريږي، د میاشتنۍ " آب" خپرونې چې هره میاشت خپریږي، د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې د فعالیتونو د انعکاس په موخه خپرېږي.

د دغې مجلې دیارلمسه ګڼه چې په ميزان، عقرب او قوس میاشتو کې د دغې ادارې کړنې، فعالیتونه او د مهمو غونډو راپورونه په بر کې نیسي، چاپ او د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې د خپرونو د پلان مطابق به د ادارې اړوند ریاستونو او ټولو دولتي ادارو ته به وویشل شي.

د اوبو د چارو د تنظیم ملي اداره

User account menu