په کونړ ولایت کې به څلور کوچني او پنځه لوې بندونه جوړ شي.

MEW-Media
Mon, Dec 07 2020 9:07 AM
۶۶

د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې لوی رئيس او د انرژي خدماتو د تنظیم ادارې سرپرست ښاغلي انجنیر خان محمد تکل د کونړ ولایت والي محمد اقبال سعید سره وکتل.

په دغه لیدنه کې لومړی د کونړ ولایت والي د هېواد د اوبو غوره مدیریت او پراختیاي پروژو د پلي کولو په برخه کې د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې د رهبرۍ د هڅو او جدیت قدرداني وکړه.

همدارنګه په دغه لیدنه کې د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې د پراختیاي پروژو په ځانګړي ډول د کونړ ولایت د اوبو بندونو، د اوبو لګولو کانالونو بیارغونې او د سیند غاړو تحکیماتو په اړه خبرې او د نظرونو تبادله وشوه.

د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې لوی رئيس د اوبو او انرژي په برخه کې د پراختیاي پروژو، د څلورو بندونو جوړول چې د دوه مېګاواټو بريښنا د تولید ارزښت به ولري؛ د اوبو لګولو کانالونو بیارغونې او د پنځو لویو بندونو جوړولو په اړه چې اسټرالیایي پورتیسکو کمپنۍ سره پرې خبرې روانې دي، د کونړ ولایت والي ته ډاډ ورکړ او یادونه یې وکړه چې د منوګی د بريښنا بند چارې بشپړې شوي چې ژر به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

User account menu