د بدخشان ولایت د خواهان ولسوالۍ مشرانو د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې تخنیکي مرستیال سره وکتل

MEW-Media
Mon, Dec 07 2020 9:01 AM
۷۷

د بدخشان ولایت د خواهان ولسوالۍ یو شمېر مشرانو د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې تخنیکي مرستیال ښاغلي انجنیر احمد ویس بصیري سره وکتل او د دغې ولسوالۍ د سفید آب د اوبو لګولو پروژې د سروې په اړه یې خبرې وکړې.

د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې تخنیکي مرستیال انجنیر احمد ویس بصیري د خواهان ولسوالۍ مشرانو ته ډاډ ورکړ چې ډير ژر به د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې یو تخنیکي ټيم د پروژې ټول اړخونه بررسي او د مطالعاتو وروسته به یې عملي چارې پيل شي.

همدارنګه ښاغلي بصیري د یادې پروژې د بررسي لپاره د تخنیکي جلسې په جوړېدو ټينګار وکړ او اړونده رئيسانو ته لازم هدایات وړاندې کړل.

د اوبو د چارو د تنظیم ملي اداره

User account menu