د اوبو د چارو تنظیم ملي ادارې، د کلو بیارغونې او پراختیا وزارت او د اوبو رسونې شرکت تر منځ ګډه ناسته
د غور ولایت د اوبو رسونې شبکې په لار اچولو لپاره د اوبو د چارو تنظیم ملي ادارې، د کلو بیارغونې او پراختیا وزارت او د اوبو رسونې شرکت تر منځ ګډه ناسته تر سره شوه.
د غور ولایت د فيروز کوه ښار د اوبو رسونې شبکې په لاره اچولو لپاره د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې عمومي رئيس انجنیر خان محمد تکل په مشرۍ؛ د اوبو رسونې شرکت رئيس انجنیر حمیدالله یلاني؛ د دغې ادارې تخنیکي مرستیال انجینر احمد ویس بصیري؛ د غور مرستیال والي، د کلیو او پراختیا وزارت د اوبو رسونې د برنامو رئيس انجینر غلام قادر، په ولسي جرګه کې د غور استازو او د ولایتي شورا غړو او یو شمېر قومي مشرانو په شتون کې د اوبو د چارو د تنظیم ملي اداره کې ګډه ناسته وشوه.
په دغه ناست کې د فیروز کوه ښار د اوبو رسونې شبکې د سرچینې معلومولو، سروې او ډيزاین باندې خبرې او د نظرونو تبادله وشوه.
د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې عمومي رئیس د موضوع ارزښت یادولو تر څنګ د درې ګونو ادارو (د اوبو د چرو د تنظیم ملي ادرې، د کلیو او پراختیا وزارت او د اوبو رسونې شرکت) ترمینځ د همغږي غوښتنه وکړه چې له مخې يې د فیروز کوه ښار د اوبو رسونې شبکې چارې په لاره واچول شي.
همدارنګه په دغه ناسته کې ښاغلي بصیري راپور ورکړ چې په پام کې ده چې د راروانې شنبې په ورځ د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې د هریرود مرغاب عمومي حوزي د رئيس تر مشرۍ لاندې د دغه ادارې د کارشناسانو او متخصیصینو په ګډون يو هیئت سیمې ته سفر ورکړي؛ دغه هیئت مکلف دی چې د دقیقو مطالعاتو او سرچینو مشخص کولو وروسته د 15 ورځو په موده کې خپل راپور اړونده ادارو ته وړاندې کړي.
په دغه ناسته کې د اوبو رسونې شرکت رئیس، د کلو بیارغونې او پراختیا وزارت استازي او د غور ولایت د خلکو استازو د هر اړخیز بحث وروسته پرېکړه وشوه چې د درېواړو ادارو څخه به يو ګډ تخنیکي ټيم سیمې ته واستول شي تر څو سرچینه مشخص کړي او د فیروز کوه ښار د اوبو رسونې شبکې د سروې او ډيزاین چارې پیل کړي.
