غزني ولایت د سلطان بند د ډيزاین پراختیا د پروژې قرارداد لاسلیک شو

mew-admin
Sat, Oct 24 2020 4:31 PM
85

د اوبو د چارو د تنظیم د ملي ادارې عمومي رئيس ښاغلي انجنیر خان محمد تکل د غزني ولایت د سطان بند د ډيزاین پراختیا د پروژې قراردادونه د ۳۹ میلیونه افغانیو په ارزښت د دغې ادارې تخنیکي مرستیال انجنیر احمد ویس بصیري او د اوبو د چارو د تنظیم د ملي ادارې یو شمېر رئيسانو په شتون کې لاسلیک کړ.

د سلطان بند یو له تاریخي بندونو او د غزني ولایت او نږدې ولسوالیو لپاره د ځمکې سر او ځمکې لاندې اوبو تغذیه کولو يواځنۍ سرچینه ده چې د ۱۲ میلیونه متره مکعبو په اندازه به اوبه ذخيره کوي او ۱۵ زره هکټاره کرنیزه ځمکه به خړوبوي.

د دغه بند بیارغول به د غزني ولایت د اقتصاد او کرنې پراختیا او همدارنګه به د یاد ولایت د چاپېریال ساتنې سبب شي.

User account menu