د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې د عمومي رئيس او د هندوستان هېواد سفیر ترمنځ ګډه ناسته
د اوبو د چارو د تنظیم ملی ادارې رییس انجینر خان محمد تکل او د هندوستان سفیر ښاغلي Rudrendra ترمنځ د اوبو د چارو د تنظیم ملي اداره کې ګډه ناسته ترسره شوه.
په دغه ناسته کې د هېواد د اوبو د پراختیا پروژې چې د هندوستان هېواد په همکارۍ پلي کیږي بحث او نظرونو تبادله وشول.
د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې عمومي رئیس د هندوستان هېواد د همکاریو قدرداني وکړه او همدا راز یې د کابل په ښار کې د څښاک د اوبو په رسولو کې د للندر شاتوت بند د اهمیت د یادولو تر څنګ د اوبو د پرختیايي پروژو په پلي کولو کې د هند پر همکارۍ ټینګار وکړ.
همدارنګه د هندوستان هېواد سفیر د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې عمومي رئيس ته د خپلو دوامداره مرستو ډاډ ورکړ.
