د خوست ولایت د 20 څېړنيزو څاګانو قرارداد لاسليک شو

mew-admin
Tue, Jul 07 2020 9:06 AM
123

د اوبو د چارو د تنظيم ملي ادارې عمومي رئیس او د انرژي خدماتو ادارې سرپرست، انجینر خان محمد تکل په ولسي جرګه کې د خوست د خلکو استازي حاجي غفار خان تڼي سره وکتل او د وحید نوید ساختماني شرکت سره یې د خوست ولایت مرکز کې د 20 څېړنیزو څاګانو پروژی قرارداد لاسلیک کړ.

په دغه ناسته کې د اوبو د چارو د تنظيم ملي ادارې عمومي رئیس په خوست ولایت کې د اوبو د پراختیايی پروژو د پلي کولو لپاره د ځانګړي پلان چمتو کولو تر څنګ یی د دغه ولایت استازي ته په یاد ولایت کې د اوبو د پراختیايی پروژو د پلي کولو ډاډ ورکړ.

د يادونې وړ ده چې د څېړنيزو څاګانو کیندلو پروژې د 19,867,500 افغانیو په ارزښت د ځمکې لاندې اوبو وضعيت د مطالعې په موخه د خوست ولایت په مرکز کې پلي کيږي.

User account menu