د کجکي بند له پروژې څخه لیدنه

mew-admin
شنبه ۱۳۹۸/۹/۹ - ۹:۹
خبرونه

د اوبو او انرژی وزارت د اوبو مرستیال ښاغلي انجنیر خان محمد "تکل" له خپل ملګري پلاوي سره په هلمند ولایت کې د کجکي بند پروژې څخه د کتنې او ارزونې په موخه دوه ورځنی سفر در لود چې پرون (لیندۍ ۷مه ۱۳۹۸) پيل او نن پای ته ورسید.
په دغه سفر کې ښاغلي "تکل" لومړی د ۷۷ ترکۍ کمپنۍ له چارواکو سره غونډه وکړه او د کجکي بند د دویم پړاو (Phase 2) د ودانیزو، تخنیکي او د پروژې د پرمختګ په اړه په تفصیلي توګه خبرې وکړې.
د دقیقې ارزونې او کتنې په موخه، ښاغلي "تکل" او ور سره ملګري پلاوي، د پروژې له زاړه پاور هوس، د نوي پاور هوس د جوړوړو له کارونو، له شته درې توربینونو، تونلونو، جنراتورونو، د بند د اوبو له پارچاوې، د بند له دیوال، د اوبو له کاسې، د برښنا د تولید له وسایلو او نورو اړوندو چارو څخه په کره توګه لیدنه او ارزونه تر سره کړه.
سربیره پر دې، ښاغلي "تکل" په یاده پروژه کې د اوبو او انرژی او د برښنا شرکت له موظفو مسئولینو سره وکتل او له هغوی څخه یې د اوبو او د برښنا په برخه کې هر اړخیز معلومات واوریدل. د وزارت اړوند موظفینو، د یوشمیر وسایلو د خرابیدو په خاطر، د هغو د جوړیدو او نوي کیدو وړاندیز وکړ او ښاغلي "تکل" یې اړوندو مسئولینو ته د جوړیدو او ترمیم هدایت ورکړ.
همداشان، ښاغلي انجنیر خان محمد "تکل" او ورسره پلاوي، د کجکي ولسوالی له ښاغلي ولسوال (حاجي عبدالرازق مظلومیار)، د اردو د کنډک له قومندان، د پولیسو له قومندان، د عامه ساتنې د تصدی له قومندان او یوشمیر نورو اړوندو ملکی او نظامي چارواکو سره غونډه وکړه او د غونډې په ترڅ کې یې، له هغوی څخه د ښه امنیت د تأمینولو لپاره مننه وکړه. په دې ناسته کې، ښاغلي "تکل" له ښاغلي ولسوال څخه د زمین داور کانال او په موسی کلا ولسوالی کې د تطبیق کیدونکې پروژې په تطبیق کې مرسته وغوښته او ویې ویل چې د ولسي ملاتړ په برخه کې، ستاسو نقش ټاکونکی دی.
په دې مجلس کې، د هغو ځمکو د استملاک په اړه هم خبرې وشوې چې د کجکي بند د دویم پړاو په تطبیق سره، د اوبو لاندې کیږي. په دې اړه د اوبو او انرژی وزارت ستر حقوقي سلاکار، ښاغلي نصرت الله حقپال حاضرینو ته د نافذه قوانیونو په رڼا کې معلومات ورکړل او وې ویل چې زیانمنو ته به په بشپړ ډول، جبران خساره ورکول کیږي.
دغه سفر، د پروژې له هر اړخیزې کتنې او ارزونې وروسته، نن پای ته ورسید

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳ - ۱۱:۴۸
Background image

رئیس تحکیمات سواحل دریای آمو با قوماندان قول اردوی ۲۱۷ عمری دیدار کرد.

رئیس تحکیمات سواحل دریای آمو، الحاج مولوی وکیل احمد نقی با الحاج ملا شرف ‌الدین تقي، قوماندان قول اردوی ۲۱۷ عمری، دیدار نمود.

در این دیدار پیرامون کارهای عاجل تحکیماتی در ولسوالی‌ های. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳ - ۹:۴۸
Background image

کار پروژه حفظ و مراقبت بند سلطان ٪۳۴ پیش‌ رفته است. 

تیم تخنیکی وزارت آب و انرژی در سفرش به ولایت غزنی، همراه با تیم تخنیکی ریاست آب و انرژی این ولایت، از جریان کار پروژه حفظ و مراقبت بند سلطان بازدید و ارزیابی نمود. 

در محل، کارهای نصب. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳ - ۹:۴۳
Background image

رئیس آب و انرژی ولایت خوست با مسئولین یونسکو نشست برگزار کرد.

محترم مولوی عبدالقیوم ثابت، رئیس آب و انرژی ولایت خوست، با مسئولین یونسکو دیدار کرد.

این نشست به هدف بررسی  پروژه ‌های  پاک ‌کاری کاریزها صورت گرفت.

رئیس آب و انرژی از تلاش ‌های. . .

BACK TO NEWS

User account menu