کندهار ولایت کې د یوه کاریز د کېندلو  او د یوه کانال او استنادي دېوال جوړولو پروژه د نږدې ۶میلیونه افغانیو په لګښټ پیل شوې

mew-admin
شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۹ - ۱۵:۲
1

د کندهار ولایت د ارغنداب ولسوالي په بابرو کلي کې د ۱۲۰ متره په اوږدوالي سره د یوه کاریز د کېندلو او  د ۱۳۰ متره په اوږدوالي د استنادي دېوال او د ۴۲۵ متره په اوږدوالي د کانکریټي کانال جوړولو پروژه د ۵ میلیونه، ۹۳۷زره او ۸۴۷ افغانیو په لګښت پیل شوې.

د دغې پروژې چارې به د ۳ میاشتو په موده کې بشړې او د چارو په بشپړېدو سره به یې د سیلابونو د ویجاړیو د مخنیوی ترڅنګ د اوبو ضایعات کم او د نوموړي کلي د اوسېدونکو ستونزې هوارې شي.

د نوموړې پروژې چارې د ملګرو ملتونو د پراختیایي دفتر په مالي لګښت د کندهار د اوبو او انرژي ریاست تر څارنې لاندې پرمخ وړل کېږي، چي پکې ګڼو کسانو ته د کار زمینه چمتو شوې ده.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۷ - ۱۰:۲۷
Background image

خوست ولایت کې د رنده‌کي کلي استنادي دېوال پروژه تر څارنې لاندې ونیول شوه

د څارنې او ارزونې ریاست تخنیکي ټیم خوست ولایت ته د خپل سفر پر مهال د دغه ولایت د اوبو او انرژي ریاست د مسؤلینو په همکاري د رنده‌کي کلي استنادي دېوال پروژه تر څارنې لاندې ونیوله.

د. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۷ - ۱۰:۱۶
Background image

ننګرهار ولایت کې د چکنور کانال د اوبو ټولنه جوړه شوه

د اوبو او انرژي وزارت مسؤلینو او ورسره مل د ننګرهار د اوبو او انرژي ریاست مسؤلینو د دغه ولایت لعلپورې ولسوالي ته سفر وکړ او د چکنور کانال د اوبو ټولنه جوړه او مسؤلین یې وټاکل شول.

همدا. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۷ - ۱۰:۰
Background image

د لغمان ولایت د شاهي کانال پروژې د ودانیزو چارو له بهیر څخه څارنه وشوه

د کابل عمومي حوزوي رئيس محترم الحاج احسان‌الله حقیار او ورسره مل د لغمان د اوبو او انرژي رئيس محترم مولوي شیرجان راشدي د شاهي کانال پروژې د ودانیزو چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو. . .

بیرته تګ

User account menu