کندهار ولایت کې د ظاهر شاهي کانال( لویې ویالې) د اوبو د وېش ۱۳ دروازې ورغول شوې

mew-admin
شنبه ۱۴۰۳/۱/۱۱ - ۱۴:۱۸
1

د ارغنداب سیندیزې فرعي حوزې مسؤلینو کندهار ولایت کې د ظاهر شاهي کانال د اوبو د ښه تنظیم، کنټرول او وېش په موخه د نوموړي کانال د اوبو د وېش ۱۳ دروازې ورغولې او یوه نوي دروازه نصب کړه او همدارنګه یې د حفظ او مراقبتي چارې هم ترسره کړې.

نوموړی کانال د کندهار ښار په ګډون څو ولسوالیو ته د اوبو رسولو په برخه کې اړین رول لري او د زرګونو هکتاره کرنیزې ځمکې د خړوبولو وړتیا هم لري.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۶:۱۱
Background image

د انرژي د سپما او اغېزمنتیا په هکله له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره کې د عامه پوهاوي برنامه وړاندې شوه

په دغه برنامه کې د انرژي د سپما د مناسبو ‌لارو چارو په هکله له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداري له کارمندانو سره اړین معلومات شریک شول.

همدارنګه، د برنامې په دوام کې د اوبو او انرژي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۰:۳۰
Background image

د غزني ولایت د سردې بند اوبه د کرنیزو ځمکو د خړوبولو په موخه د ۱۲ ورځو لپاره خوشې شوې

د غزني د ولاړو اوبو سیندیزې فرعي حوزې ریاست د مسؤلینو له لوري د سردې ذخیروي او اوبولګولو بند اوبه د کرنیزو ځمکو د خړوبولو په موخه د ۱۲ ورځو لپاره د میر آبانو او کروندګرو سره په بشپړه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۰:۲۴
Background image

د اوبو او انرژي وزیر د بغلان ولایت د کیله‌ګي برېښنا بند له سیمې څخه لیدنه وکړه

د اوبو او انرژي وزیر محترم الحاج ملا محمد یونس آخندزاده او ورسره مل د اوبو معین محترم مجیب الرحمن عمر آخندزاده بغلان ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې په داسې حال کې د دغه ولایت په دوشي. . .

بیرته تګ

User account menu