پکتیکا ولایت کې د یوه سربند او محافظتي دېوال د جوړېدو پروژې چارې د څه باندې دوه نیم میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې

mew-admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۲/۷ - ۱۰:۳
1

د پکتیکا ولایت د ارګون ولسوالي د پیر کوتي کلي د بي بي کوټ سربند او محافظتي دېوال د جوړېدو پروژې چارې د ۲ میلیونه، ۶۶۰ زره او ۹۷۸ افغانیو په لګښت د پکتیکا ولایت د اوبو او انرژي ریاست د مسؤلینو او یو شمېر قومي مشرانو په شتون کې پيل شوې.

نوموړی سربند ۲۶ متره اوږدوالی لري، چې د هرې خوا دېوال اوږدوالی یې ۴۵ متره او د ځمکې له سطحي څخه د دېوال لوړوالی یې 2.5 متره ده.

د دغې پروژې چارې د یو. این. ډي. پي موسسې په مالي لګښت د پکتیکا ولایت د اوبو او انرژي ریاست تر څارنې لاندې پرمخ وړل کېږي او چارې به یې د دوو میاشتو په موده کې بشپړې او د چارو په بشپړېدو سره به  ۴۵ هکتاره ځمکه خړوبه شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۴:۱
Background image

کابل ولایت کې د خنکوټ او د فتوح کلا لاندني کانالونو پاکاري بشپړه شوه

د کابل منځنۍ سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو د اوبو ټولنو د ګټې اخیستونکو په مرسته د کابل ولایت د چهار آسیاب ولسوالي په قلعه مسلم سیمه کې د خنکوټ او فتوح کلا لاندني کانالونو پاکاري. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۱:۴۰
Background image

بادغیس ولایت کې د زوپدې کلي د زو درې چکډم پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه ترسره شوه

د قلعه نو – بادغیس سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو او ورسره مل ولایتي ټاکل شوي پلاوي د زوپدې کلي د زو درې چکډم پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته لارښوونه وکړه، چې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۹:۲۷
Background image

ارزګان ولایت کې د شفلوغ بند چارې کابو ۱۵ سلنه بشپړې شوې دي

د ترینکوټ سیندیزې فرعي حوزې رئيس او ورسره مل تخنیکي ټیم د ارزګان ولایت په چنارتو ولسوالي کې د شفلوغ بند پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته یې اړینې لارښوونې وکړې.

. . .

بیرته تګ

User account menu