پکتیکا ولایت کې د شیرګل چکډم پروژه د نږدې13 میلیونه افغانیو په لګښت بشپړه شوه

MEW-Media
چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۱ - ۱۱:۶
1

د پکتیکا ولایت په  شخیل آباد ولسوالي کې د شیرګل چکډم پروژه د 12 میلیونه، 953 زره او 625 افغانیو په لګښت بشپړه او د پکتیکا د اوبو او انرژي ریاست د مسؤلینو، د نوموړې ولسوالي د ولسوال او یو شمېر قومي مشرانو په شتون کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

نوموړی چکډم د 120 متره په اوږدوالي او 9 متره لوړوالي سره د 100 زره متره مکعب اوبو د زېرمه کولو، او 1200 جریبه ځمکې د خړوبولو وړتیا لري، چې ګټې ته په سپارلو سره به یې د ځمکې لاندې اوبه پیاوړي او د اوبو په برخه کې تر ډیره بریده شته ستونزې هوارې شي.

د نوموړې پروژې چارې د اوبو او انرژي وزارت په مالي لګښت د پکتیکا د اوبو او انرژي ریاست تر څارنې لاندې پرمخ وړل کېدې.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۴:۳۶
Background image

بادغیس ولایت کې د یوه چکډم پروژه د نږدې دوه میلیونه افغانیو په لګښت بشپړه شوه

۱۴۴۸/۱/۶هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۴/۱ هـ ل

د بادغیس ولایت د آبکمري ولسوالي د زوپدې کلي چکډم پروژه د ۱ میلیون، ۷۸۶ زره او ۷۸۰ افغانیو په لګښت بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

یاد چکډم د ۲۳.۴ . . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۰:۵۹
Background image

په پروان ولایت کې د پاواز کلي چکډمونو پروژو چارې څه باندې ۵۰ سلنه پرمخ تللې دي

۱۴۴۸/۱/۴ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۳/۳۰ هـ ل

د غوربند ـ چاریکار فرعي سیندیزې حوزې ریاست او د اړوندو ادارو ګډ تخنیکي ټیم د پروان ولایت د شېخ علي ولسوالي د پاواز کلي د چکډمونو پروژو د چارو له. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۹:۳۶
Background image

په غزني ولایت کې د ۱۳۱ میګاواټه لمریزې برېښنا پروژې چارې په چټکۍ سره روانې دي

۱۴۴۸/۱/۲ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۳/۲۸ هـ ل

په غزني ولایت کې د ۱۳۱ میګاواټه لمریزې برېښنا پروژه چې چارې یې د عزیزي انرژي شرکت په پانګونې د اوبو او انرژي وزارت اړوند د غزني فرعي سیندیزې حوزې. . .

بیرته تګ

User account menu