پکتیا ولایت کې د یوه د سربند د حفظ او مراقبت په موخه تخنیکي سروې ترسره شوه

mew-admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۲/۷ - ۱۱:۲۸
1

د پکتیا ولایت د اوبو او انرژي ریاست تخنیکي ټیم د دغه ولایت په مرکز ګردیز کې د تېرې لیوانو کلي د سربند د حفظ او مراقبت په موخه تخنیکي سروې ترسره کړه.

له دغه سربند څخه د نوموړي کلي شاوخوا ۳۵۰ جریبه ځمکه خړوبیږي.

د یادونې وړ ده، چې په دغه سروې کې د پکتیا پوهنتون له لوري د پکتیا ولایت د اوبو او انرژي ریاست ته د ډیپلوم د دفاع پروژې په موخه پېژندل شوې د انجنیري پوهنځي د سیول څانګې د څلورم ټولګي زده کړیالانو هم ګډون در لود.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۱۳:۴۹
Background image

د پکتیا سیندیزې فرعي حوزې رئيس د نورالدین کلا د استنادي دېوال پروژې له سیمې څخه چې د جلګې خوړ د ټینګښت په موخه جوړیږي، لیدنه وکړه

د پکتیا سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم ملا محمد اسماعیل آخندزاده او ورسره مل تخنیکي ټیم د نورالدین کلا د استنادي دېوال پروژې له سیمې څخه چې د جلګې خوړ د ټینګښت په موخه جوړیږي، په داسې حال. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۱۲:۳۸
Background image

جوزجان ولایت کې د برېښنا رسولو دوو پروژو چارې د نږدې دوه میلیارده افغانیو په لګښت پیل شوې

د جوزجان ولایت په قوش‌تیپې او درزاب ولسوالیو کې د برېښنا رسولو پروژو چارې د ۱ میلیارد، ۸۸۶ میلیونه او ۴۷۰ زره افغانیو په لګښت د اوبو او انرژي وزیر محترم الحاج ملا محمد یونس آخندزاده، د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۹:۱۵
Background image

د آمو سیند څنډو د تحکیماتي ولسي پروژو د پلي‌کېدو د بهیر څارنه او ارزونه ترسره شوه

د آمو سیند څنډو د تحکیماتو رئيس محترم مولوي وکیل احمد نقي او ورسره مل پلاوي بلخ ولایت ته د خپل سفر په بهیر کې د آمو سیند څنډو د تحکیماتي ولسي پروژو د پلي‌کېدو د بهیر څارنه او ارزونه. . .

بیرته تګ

User account menu