په پنجشیر ولایت کې نه (9) پروژې د 374436 امریکایې ډالرو په ارزښت بشپړې او کټې اخیستنې ته وسپارل شوې

mew-admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۹/۱۶ - ۱۰:۱۲
1

د پنجشیر ولایت په شتل او عنابه ولسوالیو کې نه (9) پروژې د درې سوه څلور اویا زره څلور سوه شپږ دیرش (374436) امریکایې ډالرو په ارزښت، چې د سیند د څنډو د تحکیماتو او د کانالونو جوړول پکې شامل دي بشپړې او کټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

نوموړې پروژې د اف، اې، او مؤسسې په مالي ملاتړ د پورتني پنجشیر(بازارک) سیندیزې فرعي حوزې تر څارنې لاندې د شمس افغان ویژن ودانیز او لوژستیکي شرکت له لوري د شپږو (6) میاشتو په موده کې پلي شوې، چې د اوبو د مدیریت او د سیلابونو د مخنیوي په برخه کې به رغنده رول ولري.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۸ - ۱۶:۴۷
Background image
چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۸ - ۱۶:۴۰
Background image
چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۸ - ۱۴:۵۱
Background image

بیرته تګ

User account menu