په هریرود- مرغاب عمومي سیندیزه حوزه کې د سلما بند د اوبو د خوشي کولو په موخه ناسته ترسره شوه

mew-admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۷ - ۹:۳۲
1

دغه ناسته د هریرود- مرغاب سیندیزې حوزې عمومي رئيس محترم مولوي عبدالسلام مستوفي آغا تر مشري لاندې د لاندني هریرود سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم مفتي سردار ولي مزمل، د چشت، اوبه، پښتون زرغون، ګذرې او انجیل د ولسوالانو او د نوموړو ولسوالیو د خلکو د استازو په ګډون ترسره شوه.

په دغه ناسته کې، د سلما بند د اوبو د خوشي کولو د ارزښت او د هر اړخیز مدیریت په هکله بحث او د اندونو تبادله وشوه او پرېکړه وشوه، چې د سلما بند اوبه دې د 27 ـ4 ـ 1403  نېټې څخه د اووه نیمو شوا روزو لپاره د ګذرې او انجیل ولسوالیو د ځمکو د خړوبولو او له هغه وروسته دې د اووه نیمو شواروزو لپاره دې د چشت، اوبه او پښتون زرغون ولسوالیو لپاره خوشي شي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۰:۵۹
Background image

په پروان ولایت کې د پاواز کلي چکډمونو پروژو چارې څه باندې ۵۰ سلنه پرمخ تللې دي

۱۴۴۸/۱/۴ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۳/۳۰ هـ ل

د غوربند ـ چاریکار فرعي سیندیزې حوزې ریاست او د اړوندو ادارو ګډ تخنیکي ټیم د پروان ولایت د شېخ علي ولسوالي د پاواز کلي د چکډمونو پروژو د چارو له. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۹:۳۶
Background image

په غزني ولایت کې د ۱۳۱ میګاواټه لمریزې برېښنا پروژې چارې په چټکۍ سره روانې دي

۱۴۴۸/۱/۲ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۳/۲۸ هـ ل

په غزني ولایت کې د ۱۳۱ میګاواټه لمریزې برېښنا پروژه چې چارې یې د عزیزي انرژي شرکت په پانګونې د اوبو او انرژي وزارت اړوند د غزني فرعي سیندیزې حوزې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۱:۱
Background image

غزني ولایت کې د روانو پروژو د چارو له بهیر څخه څارنه وشوه

۱۴۴۷/۱۲/۳۰هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۳/۲۶هـ ل

د غزني ولاړو اوبو فرعي سیندیزې حوزې ریاست مسؤلینو د دغه ولایت په ګیرو او اندړو ولسوالیو کې د کاریزونو او کانالونو د پاک‌کاري او سنګ‌کاري  پروژو د. . .

بیرته تګ

User account menu