په ننګرهار ولایت کې د بحر آباد کانال پروژې چارې ۱۴ سلنه بشپړې شوې دي
۱۴۴۸/۶/۱۰ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۸/۳۰ هـ.ل
د ننګرهار سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو د جلال آباد ښار په اتمه ناحیه کې د بحر آباد کانال پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه.
د دغې پروژې چارې ۱۴ سلنه بشپړې شوې او د چارو به بشپړېدو سره به یې ۱۴۰۰ هکتاره کرنیزه ځمکه خړوبه شي.
په یاده پروژه کې د سربند په ګډون د ۲۱۰ متره کانال جوړونه شامله ده، چې پکې یو شمېر کسانو ته د کار زمینه هم چمتو شوې ده.
