په فاریاب ولایت کې د سربند حوض پروژې د بیارغونې او تحکیم کاري چارې څه د پاسه درې سوه زره افغانیو په لګښت ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

mew-admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۶/۱۹ - ۱۱:۳۳
1

په فاریاب ولایت کې د سربند حوض د حفظ او مراقبتي پروژې د بیارغونې او تحکیم کاري چارې د اوبو او انرژي وزارت په پراختیایي بودجې سره د درې سوه ، درې زره او دوه سوه(303200) افغانیو په لګښت بشپړې او د شیرین تګاب- میمنې سیندیزې فرعي حوزې د مسؤلینو په شتون کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

د دغې پروژې د چارو په بشپړېدو سره د 2700 هکتاره کرنیزې ځمکې د خړوبولو لپاره زمینه چمتو شوې او 6 زره کورنۍ ورڅخه ګټه پورته کوي.

د یادونې وړه ده، چې د نوموړې پروژې چارې دوې میاشتې وړاندې پیل او نن ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۳ - ۱۵:۳۲
Background image
یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۲ - ۱۶:۲۴
Background image

بیرته تګ

User account menu