د انرژي د سپما او اغېزمنتیا په هکله د چارو ادارې عمومي ریاست کې د اوبو او انرژي وزارت له لوري د عامه پوهاوي برنامه وړاندې شوه 

mew-admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۳ - ۱۵:۱۷
1

په دغه برنامه کې د انرژي د سپما د مناسبو ‌لارو، چارو په هکله د چارو ادارې عمومي ریاست کې له کارمندانو سره اړین معلومات شریک شول.

همدارنګه، د برنامې په دوام کې د اوبو او انرژي وزارت د پايدارې انرژي د عمومي ریاست تر چتر لاندې د انرژي د مثمریت او تحفظ ریاست کارمندانو هر یو انجنیر منصورالرحمن عبدالحی د انرژي مثمریت آمر، انجینرعبدالحسیب صفدر د انرژي مثمریت د عامه پوهاوي کارپوه او انجنیر صدیق الله ځلاند د انرژي مثمریت اقتصادي کارپوه، د پرزینټېشن په وړاندې کولو سره په بشپړه توګه د انرژي مدیریت، د انرژي د سرچینو ساتنې، چاپیریال ساتنې، د انرژي د سپما ارزښت او د سپما تګلارې اړوند معلومات ګډونوالو ته ورکړل او د یادې برنامې د وړاندې کولو موخه یې له انرژي څخه په سمه توګه ګټه اخیستنه او عامه پوهاوی وباله.

د یادونې وړ ده، چې د انرژي سپما د عامه پوهاوي برنامې د اقتصادي کمیسیون 20/9/1445 نېټې 13 ګڼې مصوبې دوهم بند د تحقق په موخه له پلان سره سم د اوبو او انرژي وزارت لخوا مخکې له دې په څو وزارتونو کې ترسره شوې او په راتلونکي کې به هم دوام ومومي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۵ - ۹:۵۹
Background image

خوست ولایت کې د اوبو رسولو دوې پروژې تر څارنې لاندې ونیول شوې

د څارنې او ارزونې ریاست تخنیکي ټیم خوست ولایت ته د خپل سفر پر مهال د دغه ولایت د اوبو او انرژي ریاست د مسؤلینو په همکاري د زنده‌خېلو او عیسی‌خېلو د اوبو رسولو پروژې تر څارنې لاندې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۶:۲۵
Background image

د آمو سیند سواحلو د تحکیماتو رئیس د داخلي تفتیش پلاوي سره وکتل.

د آمو سیند سواحلو د تحکیماتو ریاست محترم رئیس مولوي وکیل احمد نقي د داخلي تفتیش پلاوي سره ناسته ترسره کړه.

 د آمو سیند سواحلو د تحکیماتو رئیس د شفافیت ډاډ ورکړ او یاد تفتیش یې د چارو د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۵:۴۸
Background image

د اوبو او انرژي نوی وزیر همکارانو ته ور وپېژندل شو او په رسمي توګه یې خپله دنده پيل کړه

۱۴۰۴/۱۰/۲۴ هـ ل

محترم الحاج ملا محمدیونس آخندزاده، چې تازه د عاليقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله و رعاه د ۱۴ ګڼې فرمان د ۱۷/۷/۱۴۴۷ هـ ق پر بنسټ د اوبو او انرژي وزیر په توګه ټاکل شوی، د یو. . .

بیرته تګ

User account menu