په زابل ولایت کې د دوو استنادي دیوالونو د جوړولو چارې د څه باندې ۳۰۰ زره ډالرو په ارزښت پیل شوې

mew-admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۳/۱۰ - ۹:۱۷
1

په زابل ولایت کې د دوو استنادي دیوالونو د جوړولو چارې د درې سوه درې څلوېښت زره آمریکایي ډالرو(343000) په ارزښت د زابل مرستیال والي محترم مولوي محب الله حماس، د ترنک قلات سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم مولوي عبدالکریم ذوالفقار او یو شمېر نورو سیمه ییزو مسؤلینو په شتون کې پیل شوې .

د نوموړو پروژو په پرانیست غونډه کې د ترنک قلات سیندیزې فرعي حوزې رئیس د یادو پروژو د اهمیت په هکله خبرې وکړې او زیاته یې کړه، چې یادې پروژې د FAO دفتر په مالي ملاتړ د یادې سیندیزې فرعي حوزې په تخنیکي همکاري پلې کېږي.

یاد استنادي دیوالونه د زابل ولایت په شهر صفا او شاه جوی ولسوالیو کې جوړیږي چې ۱۵۰۰ متره اوږدوالی لري او پکې سلګونو کسانو ته د کار زمینه برابره شوې ده.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۶:۲۶
Background image

د اوبو او انرژي وزیر د کندهار ولایت د تیمور کانال د چارو له بهیر څخه لیدنه وکړه

۱۴۰۵/۴/۳۰ هـ.ش   ۱۴۴۸/۲/۶ هـ.ق

د اوبو او انرژي محترم وزیر الحاج ملا محمد یونس آخندزاده صاحب، کندهار ولایت ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې د یاد ولایت د میوند ولسوالي د تیمور کانال د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۹:۲۴
Background image

لوګر ولایت کې د محمدآغي ولسوالي اړوند د پانامي چکډیم پروژې چارې ۱۵ سلنه پرمخ تللې دي

۶/۲/۱۴۴۸ هـ ق مطابق ۳۰/۴/۱۴۰۵ هـ ل

د لوګر سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم مولوي عبدالقديم لياقت عمر او ورسره مل تخنیکي ټیم د پانامي چکډیم پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۹ - ۱۹:۴۱
Background image

د کندهار ولایت د پنجوايي او ژړۍ ولسوالیو ترمنځ د یوه لوی پل د جوړولو چارې پیل شوې

۲۹/۴/۱۴۰۵ هـ.ش | ۵/۲/۱۴۴۸ هـ.ق

د کندهار ولایت د پنجوايي او ژړۍ ولسوالیو ترمنځ د یوه لوی پل د جوړولو چارې د اوبو او انرژي وزیر الحاج ملا محمد یونس اخندزاده صاحب، له خوا پیل شوې

د یادې. . .

بیرته تګ

User account menu