په خوست ولایت کې د دریو پروژو د چارو له بهیر څخه څارنه وشوه

د خوست ولایت د شمل خرم سیندیزې فرعي حوزې رئیس مولوي عبدالقیوم ثابت او ورسره مل تخنیکي ټیم د شیخ زاید پوهنتون نمبر ۳ چکډم پروژې څخه لیدنه وکړه.
همدارنګه، نوموړي تخنیکي ټیم د صبریو ولسوالیو اړوند د خټکي کلي د استنادي دیوال او د سوري پاڼ کانال پروژو د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه، چې د استنادي دیوال چارې ۲۵ سلنه او د سوري پان کانال چارې ۷۵ سلنه پرمخ وړل شوې دي او د چارو د غوره ترسره کولو په موخه یې اړوندو مسئولینو ته اړینې لارښوونې وکړې.