په تخار او بدخشان ولایتونو کې د آمو سیند څنډو د تحکیماتو پروژو د چارو له بهیر څخه څارنه وشوه
۱۴۴۸/۲/۱ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۴/۲۵هـ ل
د آمو سیند څنډو د تحکیماتو ریاست مسؤلینو په تخار او بدخشان ولایتونو کې د آمو سیند څنډو د تحکیماتو پروژو د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه.
د یاد ریاست مسؤلینو د تخار ولایت د درقد ولسوالي د یتیم تپې کلې د نهم لاټ پروژې او د بدخشان ولایت د شغنان ولسوالي په چاوید کلي کې د آمو سیند څنډو د تحکیماتو پروژو د پلي کېدو بهیر له نږدې وارزاوه.
