په اوبو او انرژۍ وزارت کې د چک دمونو( د اوبو کوچني بندونو) ۵۸ پروژو او د سیند سواحلو تحکیم ۱ پروژه قراردادونه لاسلیک شو.

mew-admin
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۸/۷ - ۱۰:۲۶
اخبار

د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست ښاغلی انجینر محمد گل خُلمی نن ( د ۱۳۹۸ کال د لړم ۷ نیټه) په کاپیسا، بدخشان، غور، پروان، میدان وردک، بلخ، بامیان، پکتیا، نورستان، سمنگان، لغمان، تخار او خوست ولایتونو کې د چک دمونو ۵۸ پروژو قراردادونه د ۲۲۷ میلیونو افغانیو په ارزښت او د هرات ولایت د انجیل ولسوالۍ په ګلو شُتر کلۍ کې د سیند سواحلو تحکیم ۱ پروژه قرارداد د ۷۰۰ مترو په اوږدوالی د ۹.۸ افغانیو په ارزښت د دی وزارت یو شمیر ریسانو او د پارلمان یو شمیر غړو په شتون سره له خصوصي شرکتونو سره لاسلیک وکړ.
د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست د پرله پسې وچکالۍ ستونزو او د اقلیم د بدلون ننګونې څخه یادونه وکړه او وویل په هیواد کې د اوبو مدیریت کول د افغانستان اساسی اړتیاوې څخه دی او د اوبو او انرژۍ وزارت لپاره یو مهم مسؤلیت دی.
ښاغلی خُلمی، د چک دمونو جوړول د سیلابونو کنټرول کول، د ځمکې لاندې د اوبو زیرمو لوړولو او د اوبو سم مدیریت کولو په برخه کې مؤثره څرګنده کړه او زیاته کړه: یادو پروژو په بیلابیلو والیتونو کې د اوبو مدیریت کولو لپاره په لاره اچول کیږی چی د دی پروژو د پلی کیدو سره په یادو ولایتونو کې د ملیونونه متره مکعب سطحی اوبو کنترول، له ۱۳۰۰۰ هکټارو څخه زیاته کرنيزو ځمکو یې خړوبه کیږی او شاوخوا ۲۳۰۰۰ کورنۍ د یادو پروژو څخه ګټه پورته کوی.
په ولسي جرګه کې د خلکو منتخب وکیلانو محمد اقبال صافی، نیکبخت فهیمی، انجنیر هلمند هلمند او حبیبه دانش د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست څخه قدردانی وکړه او د دی قراردادونه لاسلیک کول د اوبو مدیریت کول، د هیواد د اقتصاد او کرنې پرمختګ لپاره یو موثر ګام وبلله.
دا ۵۸ پروژو په ۳۴ ولایتونو کې د ۳۳۴ چک دمونو د جورولو لومرنۍ کڅوره دی چی د هغی قرارداد لاسلیک شوی دی. پدې کڅوره کې په کاپیسا ولایت د چک دمونو ۱۰ پروژو د و حید وهاج ساختماني شرکت سره، په بدخشان ولایت کې د چک دمونو ۷ پروژو د کوهسار پامیر ساختماني شرکت سره، په غور ولایت کې د چک دمونو ۶ پروژو د Bright Pearl ساختماني شرکت سره، په پروان ولایت کې د چک دمونو ۶ پروژو د راشد رامینساختماني شرکت سره، په میدان وردک ولایت کې د چک دمونو ۵ پروژو د کریستال افغان او ریل ترست ساختماني شرکتونو سره، په بلخ ولایت کې د چک دمونو ۴ پروژو د سهیل اتل ساختماني شرکت سره، په بامیان ولایت کې د چک دمونو ۴ پروژو د افغان بامیکا ساختماني شرکت سره، په پکتیا ولایت کې د چک دمونو ۳ پروژو د متحده ځدران او ریل ترست ساختماني شرکتونو سره، په نورستان ولایت کې د چک دمونو ۳ پروژو د نبی افغان ساختماني شرکت سره، په سمنګان ولایت کې د چک دمونو ۳ پروژو د کوالتی ساختماني شرکتونو سره، په لغمان ولایت کې د چک دمونو ۳ پروژو د حدید زمری او بلدستار ساختماني شرکتونو سره، په تخار ولایت کې د چک دمونو ۲ پروژو د تمیم نوری ساختماني شرکت سره او په خوست ولایت کې کې د چک دمونو ۲ پروژو د نجیب الله نجیب یار او نوی کندز ساختماني شرکتونو سره قرارداد شوی.
همدارنګه د هرات ولایت د انجیل ولسوالۍ په ګلو شُتر ولسوالۍ کې د سیند سواحلو تحکیم کولو ۱ پروژه د ۷۰۰ مترو په اوږدوالی او د ۹ میلیونو او ۸۹۰ زرو افغانیو په ارزښت د کاشانه ساختماني شرکت سره لاسلیک شو. د دې پروژې د پلی کیدو سره د ۲۰ هکتارو څخه زیاته کرنيزو ځمکو د ویجاړولو څخه مخنیوی کیږی او شاوخوا ۱۰۰۰ کورنۍ د یادې پروژې څخه ګټه پورته کوی.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۶ - ۱۵:۸
Background image

د لوګر سیندیزې فرعي حوزې رئيس د سرخاب ذخیروي بند څخه لیدنه وکړه

د لوګر سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم ملا محمد اسماعیل آخندزاده او ورسره مل تخنیکي ټیم د محمد آغې ولسوالي اړوند د سرخاب ذخیروي بند څخه لیدنه وکړه.

نوموړی بند چې له پخوانیو بندونو څخه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۶ - ۱۲:۲۴
Background image

د غور ولایت د پوزه لیچ  –  سیاه سنګ عمومي کانال د اوبو ټولنې په ناسته کې د هغه د پاکاري بهیر د پيل په هکله خبرې وشوې

دغه ناسته د پورتني هریرود- غور سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم ملا رحمت الله اماني تر مشري لاندې د ولایت مقام د استازي، د نوموړي کانال د اوبو ټولنې د رئيس او غړو، د ګذر  وکیلانو او یو شمېر. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۶ - ۱۲:۱۶
Background image

فاریاب ولایت کې له سیند څخه د خپل سرو شګو را اېستلو له بهیر څخه مخنیوی وشو

د شیرین تګاب – مینې سیندیزې فرعي حوزې مسؤلینو د شیرین تګاب ولسوالي د تیاغ کلي له سیند څخه د خلکو له لوري د خپل سرو شګو را اېستلو له بهیر څخه مخنیوی وکړ.

د یادونې وړ ده، چې د اوبو د. . .

بیرته تګ

User account menu