په اوبو او انرژي وزارت کې د جېوتکنیک او د لابراتوار څېړنې پنځلس ورځنی ښوونیز ورکشاپ پيل شو

mew-admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲۸ - ۱۲:۱۲
1

دغه ښوونيز ورکشاپ د کارکوونکو د چارو رياست او د لابراتوارونو څېړنيز رياست لخوا د 5 سينيزو عمومي حوزو انجينرانو د وړتیا لوړونې لپاره په لاره اچول شوی او د اوبو او انرژي وزارت د دفتر عمومي رئيس قاري محمد عبدالعزيز عزيز، د اوبو د سکتور يو شمېر رئيسانو او نورو ګډونوالو په شتون کې پيل شو.

د اوبو او انرژي وزارت د دفتر عمومي رئیس د ورکشاپ د پيل په دوام کې د جیوتکنیک او څېړنيز ورکشاپ ارزښت ته په اشارې سره ټينګار وکړ چې دغه لابراتوار د پروژو د پلي کولو د کېفېت په تعينولو کې د اساسي حېثېت درلودونکی دی.

ښاغلي عزيز له انجينرانو څخه وغوښته چې د هغه په زده‌کړه کې زيار او کوښښ وکړي تر څو وشي کولی چې له هغې څخه په ښه توګه ګټه واخلي.

له بلې خوا د اوبو د تأسيساتو د چوپړتياوو عمومي رئيس انجینر عبدالغفور عمري دغه ورکشاپ د انجینرانو د وړتيا لوړونې په برخه کې اړين وباله، يادونه يې وکړه چې د جېوتکنيک مطالعې د يوې پروژې د پلي کولو تر ټولو اساسي برخه ده.

هغه زياته کړه، تمه کېږي چې د وزارت د رهبري مقام  د دغه لابراتوار د پرمختګ او لوړونې په برخه کې خپله پاملرنه ولري.

د ياډولو وړ ده چې په دغه ورکشاپ کې د پنځلسو ورځو لپاره د پنځو سينديزو عمومي حوزو 15 تنه انجينرانو ته به د جیوتکنیک علم، د موادو دانه بندي، د اتربیرک د حدودو تعیين، د موادو د ځانګړي وزن تعيين او د اوبو تأسيساتو د لابراتوارونو اړوند نورو موضوعاتو په برخو کې زده‌کړې ورکړل شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۴:۱
Background image

کابل ولایت کې د خنکوټ او د فتوح کلا لاندني کانالونو پاکاري بشپړه شوه

د کابل منځنۍ سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو د اوبو ټولنو د ګټې اخیستونکو په مرسته د کابل ولایت د چهار آسیاب ولسوالي په قلعه مسلم سیمه کې د خنکوټ او فتوح کلا لاندني کانالونو پاکاري. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۱:۴۰
Background image

بادغیس ولایت کې د زوپدې کلي د زو درې چکډم پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه ترسره شوه

د قلعه نو – بادغیس سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو او ورسره مل ولایتي ټاکل شوي پلاوي د زوپدې کلي د زو درې چکډم پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته لارښوونه وکړه، چې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۹:۲۷
Background image

ارزګان ولایت کې د شفلوغ بند چارې کابو ۱۵ سلنه بشپړې شوې دي

د ترینکوټ سیندیزې فرعي حوزې رئيس او ورسره مل تخنیکي ټیم د ارزګان ولایت په چنارتو ولسوالي کې د شفلوغ بند پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته یې اړینې لارښوونې وکړې.

. . .

بیرته تګ

User account menu