په ارزګان ولایت کې دوې پروژې د څه باندې درې سوه زره ډالرو په ارزښت ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې
د ارزګان ولایت په دهراود ولسوالي کې د یوه محافظتي دیوال او ۸۳۶۳ واټر شیټونو پروژې د درې سوه اووه ویشت زره او پنځوس ډالرو(327050) په ارزښت د ارزګان والي مرستیال، د ترینکوټ سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم مولوي وکیل احمد نقي او یو شمېر نورو سیمه ییزو مسؤلینو په ګډون ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
د نوموړو پروژو چارې چې د WFP سازمان په مالي ملاتړ د ADA موسسې له خوا پرمخ وړل کېدې، د نهه میاشتو په موده کې بشپړې او پکې ګڼو کسانو ته د کار زمینه برابره شوې وه.
