پنجشیر ولایت کې د سیند د تحکیم د پروژې چارې ۵۱ سلنه پرمخ تللې دي

mew-admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۹/۵ - ۱۰:۴
1

د پورتني پنجشیر(بازارک) سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم مولوي فضل الله عادل او ورسره مل تخنیکي ټیم د پنجشیر ولایت د درې ولسوالي په نویچې کلي کې د سیند د تحکیم د پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته یې د چارو د غوره پرمخ وړلو په موخه اړینې لارښوونې وکړې.

د نوموړې پروژې چارې ۵۱ سلنه پرمخ تللې او د چارو په بشپړېدو سره به یې کابو ۱۰۰ کورنۍ ورڅخه  په مستقیم او غیر مستقیم ډول برخمنې شي.

User account menu