#وضاحت

MEW-Media
987

یو شمېر رسنۍ د پردیو ګټې پالي؛ دوئ غواړي په حکومت د ولس باور زیانمن کړي.

ګرانو هېوادوالو

په دې وروستیو کې چې د حکومت په ځانګړي ډول د جلالتمآب ولسمشر محمد اشرف غني په هدایت د افغانستان د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې رهبرۍ او ټيم یې د هېواد د اوبو مدیریت او مهار لپاره مټې بډوهلی، شپه او ورځ یې پر ځانونو یوه کړې چې د هېواد اوبه مهار او مدیریت کړي او هېوادوال ترې د برښنا تولید، د ځمکو خړوبولو، اقتصادي پراختیا، خلکو ته د کار پيدا کولو ... په برخو کې استفاده وکړي. تر څو یو پر ځان بسیا او ښېرازه افغانستان ولرو چې بیا یو افغان د ژوند په وروستۍ لحظه، د اوبو په لمبو کې ونه وايي (کمی آب بیار که سوختم).

د حکومت د رهبرۍ د هغه ژمنې په اساس چې اوبه به مدیریت کیږي. تر اوسه پورې بې سارې عملي اقدامات تر سره شوي. په تېرو څو کلونو کې د اوبو مدیریت په برخه کې په زرګونه پروژې تطبیق شوي او ډير شمېر یې تر کار لاندې او راتلوونکي پلان کې دي.

اوسمهال په سلګونو لویو، متوسطو او کوچینو پروژو کار روان دی چې د هغو له جملې څخه په ۱۴ لویو بندونو کار روان دی، ۴۴ لوی بندونه چې په ۲۳ ولایتونو کې جوړیږي د جوړولو قراردادونه یې لاسلیک شوي چې ډير ژر به پرې عملي اقدام وشي.

همدارنګه کمال خان بند ګټه اخیستنې ته وسپارل شو، د شاه و عروس او شورابک بندونو چارې ۱۰۰% بشپړې شوي چې ژر به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

د کابل پنجشیر پايپ لین پروژې چارې به پيل شي. په مختلفو ولایتونو کې د لوی کانالونو د جوړولو چارې روانې دي. د دې تر څنګ په سلګونه د کانالونو، کاریزونو، چکډم، ګبیوني او استنادي دېوالونو، د اوبو مثنوي تغذیې، د باران او واورې اوبو د جذبولو پروژې چارې روانې دي چې دا په تېرو ۲۰ کلونو د هېواد پر کچه یو بې ساری اقدام او د اوبو مدیریت په برخه کې یې یو ستر انقلاب یادولی شو.

#راځو اصلې موضوع ته، چې ځینې رسنۍ څه غواړي او ولې په پټو سترګو قضاوت کوي؟

دا چې په دې وروستیو کې د اوبو مدیریت لپاره کلکه اراده را منځته شوې. په دغه برخه کې د تېر په پرتله په حکومت د ولس باور هم زیات شوی، ځکه حکومت تر نورو مسائيلو څخه زیات پام د اوبو مدیریت ته اړولی، ښه مثال یې د کمال خان بند جوړول دي. د دغه بند بشپړېدو سره د ځینو ګټې په خطر کې شوې.

اوس هڅه کوي چې په یو نه یو ډول د حکومت اراده او د ولس باور چې په حکومت یې کړی زیانمن کړي. چې په دغه برخه کې له نورو لارو سره سره د یو شمېر مزدورو رسنیو څخه د حکومت په بدنامۍ کې استفاده کوي.

د صبح کابل ورځپاڼې په ګډون یو شمېر نورې رسنۍ چې تل هڅه کوي د حکومت او دولت ضد مسائيلو را پورته کولو ته لمن ووهي د دې تر څنګ دا څویم ځل دی چې د اوبو مدیریت او د لوی پروژو د تطبیق په اړه ضد او نقیص راپورنه خپروي چې غواړي عامه اذهان مخشوش کړي او په دغه پروسه باندې خپل باور له لاسه ورکړي؛ چې همېشه یې معلومات او ارقام غلط وي.

دوئ په خپله وروستۍ ګڼه کې لیکلي چې "هغه بندونه چې ګټه اخیستنې ته سپارل شوي؛ خلکو ته یې اوبه ونه رسولې.

دوئ د سلما او کمال خان بندونو څخه یادونه کړې چې ګڼي دغه بندونه معاصر نه دي او خلک ترې ګټه نه پورته کوي.

لومړی خو له رسنیو څخه زموږ هیله دا ده که دوئ غواړي په هره موضوع باندې راپور جوړ کړي؛ د رسنیو او مطبوعاتو د قانون له مخې باید د یوې مسؤلې مرجیع په توګه د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې سره هماهنګي وکړي تر څو موږ ورته دقیق ارقام ورکړو چې د دوئ راپور دقیق او د خلکو د باور وړ وګرځي. دويم که دوئ بیا هم سرغړونه کوي موږ به اړونده ادارو څخه وغواړو چې دوئ سره قانوني چلند وکړي. ځکه غلط معلومات او ارقام خپرول او عامه اذهان مخشوشول جرم دی.

سلما او کمال خان بندونه

موږ څو ورځې وړاندې په دې اړه یو #وضاحت له تاسو سره شریک کړی و، خو دلته یې بیا یادونه کوو.

لومړی خو باید ووایو چې (سلما بند) چې د اوبو او برښنا بند دی اوسمهال د هرات ولایت ولسونه ترې د برښنا تولید او د ځمکو خړوبولو په برخه کې ترې استفاده کیږي.

دغه بند د ۴۲ مېګاواټه برښنا د تولید ظرفیت لري او همدارنګه د هرات ۸ ولسوالۍ یې د اوبو څخه استفاده کوي او د زراعت یو فصله ځمکې یې په څو فصله تبدیلې کړې دي چې دا مسله همیشه رسنۍ او خلګ له نظره غورځوی.

کمال خان بند د جوړولو چارې بشپړې شوې؛ اوس مهال یې په لویو کانالونو کار روان دی چې تر ۶۵ سلنه یې چارې پر مخ تللي چې د کانالونو بشپړېدو سره به یې د اوبو لګولو پروسه پيل شي او د نیمروز خړې دښتې به سمسورې شي.

ولې د کمال خان بند په ګډون په ځينو نورو بندونو کې اوبه کمې شوي؟

دا یو تخنیکي او مسلکي بحث دی که دلته یې په اړه مکمل معلومات وړاندې کړو تاسو ته به یې لوستل مشکله وي. خو په لنډ او واضح ډول به یې ووایو.

د اورښت نه شتون، د اقلیم بدلون د دې باعث شوي چې اوبه کمې شي او نړۍ د وچکالۍ سره مخ کړي او یو بحران را منځته کړي.

تاسو ته بهتره معلومه ده چې واوره او باران ونه شي اوبه به له کومه شي؟ که ولسونه د اوبو په استعمال کې مرسته ونه کړي. بغیر له شکه چې د ځمکې لاندې اوبو سطحه به ښکته او یا بیخي کمې شي چې په هغه صورت کې به موږ د الله تعالی له ستر نعمت (پاکې اوبه) څخه محروم شوو.

اوسمهال نړۍ له یو سخت بحران (اقلیم بدلون) سره لاس او ګرېوان ده، دغه ستونزه د نړۍ پر کچه ده، خو افغانستان چې د (وچ او نیمه وچ) اقلیم لرونکی هېواد دی د اقلیم بدلون او وچکالۍ پرې ډيره اغیزه کړې. موږ همدا اوس د (شدیدې) وچکالۍ سره مخ یوو چې ټول هېواد یې په بر کې نیولی، دغه وچکالۍ هغه وخت را منځته کیږي چې د نورو کلونو پر پرتله په دغه کال کې (اورښت) کم وشي او یا هېڅ ونه شي.

په داسې حالاتو کې بیا حتا د دې امکان زیات شته چې روان سیندونه وچ شي، د ځمکې لاندې اوبو سطحه ښکته ولاړه شي، طبیعي، اقتصادي مشکلات او ټولنیز کشمکشونه را منځته شي...

په داسې یو حالت کې چې باران او واوره ونه شي. یخچالونه جوړ نشي، په سیندونو جهیلونه را خلاص نشي او هغه حوزې چې لکه د (هلمند سیندیزه عمومي حوزه) چې تر نورو ډيره زیانمنه شوي وي څنګه به د کمال خان بند، کجکي بند ... کاسې ډکې او خلک ترې استفاده وکړي؟

باران او واوره الهی رحمت دی چې د الله تعالی له لوري راځي. موږ بندګان په دغه برخه کې ناتوانه یوو، زموږ مسؤلیت د اوبو د مهار او مدیریت دی چې په دغه برخه کې تر پخوا فعال او بریالي یو، خو که ولس او د هېواد ګټو ته ژمنې رسنۍ په دغه سخت او پېچلي مدیریت کې له موږ سره همکار واوسي.

ډاډ ورکو چې د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې په راتلوونکي پنځه کلن پلان کې به په دغه برخه کې یو ستر انقلاب را منځته کړو او راتلوونکي به دغه ستونزې ونه لرو.

په درنښت

د اوبو چارو د تنظیم ملي اداره

نوي اعلانونه

سه‌شنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۰ - ۱۰:۴۲
Background image

د پوهاوي پيغام ⚠🚿💭

د 1401 لمریز کال د مرغومی دمیاشتې په 21  نېټه کې د هېواد...

دوشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۱۹ - ۱۶:۱۶
Background image

د پوهاوي پيغام ⚠🚿💭

د 1401 لمریز کال د مرغومی دمیاشتې له 19 نېټې څخه...

شنبه ۱۴۰۱/۱۰/۱۷ - ۱۵:۱۴
Background image

د پوهاوي پيغام ⚠🚿💭

د 1401 لمریز کال د مرغومی د میاشتې...

Back to announcements

User account menu