ننګرهار ولایت کې د دوو اوبیزو برېښنا بندونو د بیا رغونې سروې وشوه.
د ننګرهار ولایت د شیرزاد او حصارک ولسوالیو دوه کوچني اوبیز برېښنا بندونه چې د تجهیزاتو تخریب او تخنیکي ستونزو له امله له فعالیت څخه لوېدلي، د اوبو او انرژي ریاست تر چترلاندې د ختیځ زون انرژي آمریت د تخنیکي ټیم له لوري سروې شول .
یاده سروې د ختیځ زون د انرژي د تنظیم آمریت له لوري د ولسوالیو مسؤلینو او قومي مشرانو په حضور کې ترسره شوه، چې په کې د ساختماني وضعیت ارزونه، د هایدروميخانیکي تجهیزاتو معاینه او د برېښنا تولید تخنیکي سیستمونو تشخیص شامل و.
د ریاست مسؤلین وایي، چې د سروې اسناد به تر بشپړېدو وروسته د پرېکړې او بودجې لپاره وزارت ته واستول شي، څو د یادو بندونو د بیا رغونې چارې پۀ معیاري ډول پیل شي.
