میدان وردګ ولایت کې د یوه چکډم چارې ۹۵ سلنه پرمخ تللې او د څښاک اوبو دوه کړۍ څاګانې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

mew-admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۱۸ - ۱۱:۴۸
1

د میدان وردګ سیندیزې حوزې رئيس محترم مولوي عبدالصمد حلیم او ورسره مل تخنیکي ټیم د ميدان وردګ ولایت د بهسود ولسوالي د السنګ کلي د چکډم د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او د څښاک اوبو دوه څاګانې يې د یو شمېر سیمه ییزو مسؤلینو په شتون کې ګټې اخیستنې ته وسپارلې.

نوموړی چکډم د درې نیم میلیونه افغانیو په ارزښت د ۴.۵ مترو په لوړوالي جوړيږي چې د ۳۴زره متره مکعب اوبو د ذخیره کولو وړتیا لري او چارې یې ۹۵ سلنه پرمخ تللې او ډېر ژر به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

په ورته مهال، د میدان وردګ سیندیزې حوزې تر څارنې لاندې د یوه خیریه بنسټ له خوا کېندل شوې دوه کړۍ څاګانې چې ۷۲ کورنیو ته د څښاک اوبه برابروي، هم ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۶ - ۱۵:۵۲
Background image

د اوبو او انرژي وزیر کندز ولایت کې د آمو سیند څنډو د تحکیماتو له پلې شوې پروژې څخه لیدنه وکړه

د اوبو او انرژي وزیر محترم الحاج ملا محمد یونس آخندزاده او د اوبو معین محترم مجیب الرحمن عمر آخندزاده کندز ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د امام صاحب ولسوالي په نجم الدین برزنګي سیمه کې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۶ - ۱۵:۴۰
Background image

د اوبو او انرژي وزیر د بدخشان ولایت د شورآبک برېښنا بند څخه لیدنه وکړه

د اوبو او انرژي وزیر محترم الحاج ملا محمد یونس آخندزاده او د اوبو معین محترم مجیب الرحمن عمر آخندزاده او ورسره مل پلاوي بدخشان ولایت ته سفر وکړ او د شورآبک برېښنا بند څخه لیدنه وکړه.

ه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۵ - ۱۶:۲۳
Background image

پکتیا ولایت کې د شاهي کوټ سورکي چکډم پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وشوه

د پکتیا سیندیزې فرعي حوزې ریاست سلاکار محترم انجنیر فضل الرحیم رحیمي او ورسره مل تخنیکي ټیم د پکتیا ولایت د روحاني بابا ولسوالي اړوند د شاهي کوټ سورکي چکډم پروژې د چارو له بهیر څخه. . .

بیرته تګ

User account menu