مونږ خپلو مسولیتونو ته ژمن یو

mew-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۹/۲۹ - ۹:۴۹
1

 په خوست ولایت کې تقریباً د(۵۰) میلیون افغانیو په لګښت د اوو (۷) پروژو د بنسټ ډبره کېښودل شوه.

د یادو پروژو د پیل په مراسمو کې د اوبو او انرژي وزیر مولوي عبداللطیف منصور، مرستیال والي مولوي محمد انور دین پرور،  د خوست شمل خرم فرعي سندیزې حوزې رئیس انجینر زین الله نسیمي، محمد رسول عادل او ګڼ شمیر دیني عالمانو او قومي مخورو ګډون کړی و.

ښـاغـلي وزیــر صاحب زیـاتــه کـړه، چې د هـمــکـارې مــؤسسـې FAO په مالي لګښت د اوبو او انرژي وزارت په چوکاټ کې او د خوست فرعي سیندیزې حوزې ریاست د نظارت او  تخنیکي همکارۍ د خوست په دریو سیمو کې اووه پروژې تقریباً د (۵۰) پنځوس میلیونه افغانۍ په ارزښت جوړیږي.

د اوبو او انرژي وزیر ښاغلي مولوي عبداللطیف منصور د همکارې مؤسسې څخه مننه وکړه، چې د یاد وزارت سره په ګډه ولسونو ته په مختلفو برخو کې پروژې تطبیقوي.

مرستیال والي مولوي محمد انور دین پرور وویل، چې ولایتي اداره هڅه کوي چې په خوست کې د سیلاب له امله زیانمنو خلکو سره په مختلفو برخو کې همکاري وکړي، چې دا پروژې هم د همغه همکاریو لړۍ ده

د خوست سیندیزې حوزې رئیس انجینر زین الله نسیمي وویل، چې د یادو پروژو په تطبیق سره به ۱۶۶۰ متره د ګبیون په واسطه استنادي دیوالونه جوړ او ۱۸۷۰ جریبه زراعتي ځمکه به د سیلابونو له تخریب څخه خوندي شي.

نوموړي وویل، یادې پروژې چې شمل خوړ،متون خوړ، او سپېره ولسوالۍ کې تطبیق کیږي په نوموړي پروژو کې به تقریباً ۳۰۰۰ ماهر او غېر ماهر کسان په مستقیمه توګه مصروف وي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳ - ۱۰:۲۵
Background image

غزني ولایت کې د شېراباد کانال اوکوچنې بند چارې پیل شوې

۱۴۴۸/۲/۱۰هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۵/۳هـ ل

د غزني ولایت قره باغ ولسوالي اړوند د شېراباد کانال او کوچنې بند د جوړېدو چارې د غزني ولایت مقام ځانګړي استازي مولوي اطاعت صاحب، د غزني سیندیزې فرعي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۶:۲۶
Background image

د اوبو او انرژي وزیر د کندهار ولایت د تیمور کانال د چارو له بهیر څخه لیدنه وکړه

۱۴۰۵/۴/۳۰ هـ.ش   ۱۴۴۸/۲/۶ هـ.ق

د اوبو او انرژي محترم وزیر الحاج ملا محمد یونس آخندزاده صاحب، کندهار ولایت ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې د یاد ولایت د میوند ولسوالي د تیمور کانال د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۹:۲۴
Background image

لوګر ولایت کې د محمدآغي ولسوالي اړوند د پانامي چکډیم پروژې چارې ۱۵ سلنه پرمخ تللې دي

۶/۲/۱۴۴۸ هـ ق مطابق ۳۰/۴/۱۴۰۵ هـ ل

د لوګر سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم مولوي عبدالقديم لياقت عمر او ورسره مل تخنیکي ټیم د پانامي چکډیم پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو. . .

بیرته تګ

User account menu