لوګر ولایت کې د ۱۰۰ میګاواټه لمریزې برېښنا د تولید په وړتیا د تولیدي پلانټ جوړولو په موخه سروې ترسره کېږي

mew-admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۶/۲۵ - ۱۰:۲۳
1

 د اوبو او انرژي وزارت د نوي کېدو وړ انرژي رئيس محترم انجنیر جان محمد حمزه او ورسره مل پلاوي او د چینایي دونګ فنګ شرکت مسؤلینو د لوګر له مرستیال والي محترم مولوي محمد انور دین پرور سره په نوموړي ولایت کې د ۱۰۰ میګاواټه لمریزې برېښنا د تولید په وړتیا د تولیدي پلانټ جوړولو د سروې په موخه وکتل.

په دغه لیدنه کې، ښاغلي حمزه د برېښنا د ارزښت په هکله خبرې وکړې او زیاته یې کړه، چې لوګر ولایت ته یې د سفر موخه د ۱۰۰ میګاواټه لمریزې برېښنا د تولید په وړتیا د تولیدي پلانټ جوړولو لپاره د سروې ترسره کول دي او په دې برخه کې یې د ولایت مقام د همکارۍ غوښتنه وکړه.

په ورته مهال، د لوګر مرستیال والي د اوبو او انرژي وزارت له دغه اقدام څخه خوښۍ څرګنده کړه او په دې برخه کې یې د اړینې همکارۍ ډاډ ورکړ.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۳:۵۷
Background image

سمنگان ولایت د دره‌ صوف بالا او دره ‌صوف پایین ولسوالیو کې د کشکک او چله ‌مزار کانالونو د پروژو د کار له جریان څخه څارنه ترسره شوه

د یادې پروژې چارې شاوخوا ۵ سلنه پرمخ تللي او د پروژې په ځینو برخو کې د ۲۸۰ مترو په اوږدوالي کانکریټ اچونه ترسره شوې ده.

د کشکک او چله‌ مزار کانالونو پروژې چارې په ټولیز ډول د ۴ کیلومتر. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۱:۲۴
Background image

لغمان ولایت قرغیو ولسوالي اړوند د عزیزخان کڅ بولډروال جوړونې پروژې چارې ۹۵ سلنه بشپړې شوې دي.

د لغمان سیندیزې فرعي حوزې رئیس مولوي شیرجان راشدي د تخنیکي ټیم په ملتیا د پروژې له روانو چارو څخه نظارت او ارزونه وکړه. د لیدنې پر مهال د پروژې کیفیت، تخنیکي معیارونه او د کار پرمختګ له. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۹:۱۸
Background image

پکتیکا کې له لسو کلونو وروسته وچ کاریز بېرته فعال شو.

پکتیکا ولایت د ګومل ـ پکتیکا فرعي سیندیزې حوزې مسؤلین وایي، د یوسف‌خېلو ولسوالي د خیربین سیمې «ګاري کاریز» چې له تېرو لسو کلونو راهیسې وچ شوی وو،  په سیمه کې د وهل شوو برمو د بندولو له. . .

بیرته تګ

User account menu