لوګر ولایت کې د ډاک کلا چکډم پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وشوه
د لوګر سیندیزې فرعي حوزې مسؤلینو د لوګر ولایت د محمد آغې ولسوالي د آب بازک سیمې د ډاک کلا چکډم پروژې د کېندنې چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته یې د چارو د غوره پرمخ وړلو په موخه اړینې سپارښتنې وکړې.
د یادونې وړ ده، چې د نوموړي چکډم د چارو په بشپړېدو سره به څه د پاسه پنځه زره متره مکعب اوبه ذخیره شي چې د ځمکې لاندې اوبو په پیاوړتیا کې به اغېزمن رول ولري.
همدارنګه د نوموړې حوزې مسؤلینو د لوګر ولایت په محمد آغې ولسوالي کې د هغو څښاک اوبو څاګانو د کېندلو چارو له بهیر څخه چې چارې یې د آی، ډبلیو، ډبلیو، ای، ای په مالي ملاتړ پرمخ وړل کېږي هم څارنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته یې د چارو د ښه کیفیت په موخه اړینې سپارښتنې وکړې.