لوګر سیندیزه فرعي حوزه کې د اوبو د ضایعاتو د مخنیوي او د کانالونو د پاکاري په هکله ناسته ترسره شوه

mew-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۱۰:۱
1

دغه ناسته د لوګر سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم ملا محمد اسماعیل آخندزاده تر مشري لاندې د دغه ریاست د تخنیکي ټیم او د حسن کانال د مشترکینو په شتون کې ترسره شوه.

په دغه ناسته کې، ښاغلي آخندزاده د اوبو د اهمیت، د اوبو د ضایعاتو د مخنیوي او د کانالونو د پاکاري په هکله خبرې وکړې او له ګډونوالو څخه وغوښتل چې د حسن کانال رسوبات پاک او د ځمکو په خړوبولو کې د ژورو څاګانو له اوبو څخه ګټه پورته نه‌کړي، ځکه چې اوس د لوګر په سیند کې کافي اوبه شتون لري.

همدارنګه، د حسن کانال مشترکینو له رسوباتو څخه د کانال په پاکاري او د اوبو د ضایعاتو د مخنیوي په برخه کې ژمنه وکړه.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۰:۵۹
Background image

په پروان ولایت کې د پاواز کلي چکډمونو پروژو چارې څه باندې ۵۰ سلنه پرمخ تللې دي

۱۴۴۸/۱/۴ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۳/۳۰ هـ ل

د غوربند ـ چاریکار فرعي سیندیزې حوزې ریاست او د اړوندو ادارو ګډ تخنیکي ټیم د پروان ولایت د شېخ علي ولسوالي د پاواز کلي د چکډمونو پروژو د چارو له. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۹:۳۶
Background image

په غزني ولایت کې د ۱۳۱ میګاواټه لمریزې برېښنا پروژې چارې په چټکۍ سره روانې دي

۱۴۴۸/۱/۲ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۳/۲۸ هـ ل

په غزني ولایت کې د ۱۳۱ میګاواټه لمریزې برېښنا پروژه چې چارې یې د عزیزي انرژي شرکت په پانګونې د اوبو او انرژي وزارت اړوند د غزني فرعي سیندیزې حوزې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۱:۱
Background image

غزني ولایت کې د روانو پروژو د چارو له بهیر څخه څارنه وشوه

۱۴۴۷/۱۲/۳۰هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۳/۲۶هـ ل

د غزني ولاړو اوبو فرعي سیندیزې حوزې ریاست مسؤلینو د دغه ولایت په ګیرو او اندړو ولسوالیو کې د کاریزونو او کانالونو د پاک‌کاري او سنګ‌کاري  پروژو د. . .

بیرته تګ

User account menu