لغمان ولایت کې د نهر کریم کانال رغنیزې چارې ۹۵ سلنه پرمخ تللې دي

mew-admin
شنبه ۱۴۰۴/۱/۲۳ - ۱۵:۲۷
1

د لغمان د اوبو او انرژي رئيس محترم مولوي شیرجان راشدي او د دغه ریاست تخنیکي سلاکار د لغمان ولایت د قرغیو ولسوالي اړوند د نهر کریم کانال د رغنیز چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته یې د چارو د غوره کیفیت په موخه اړینې لارښوونې وکړې.

د دغه کانال د رغنیزو  چارو په بشپړېدو سره به ۵۰۰۰ هکتاره کرنیزه ځمکه خړوبه شي.

د نوموړي کانال رغنیزې چارې د ایف. اې. او موسسې په مالي لګښت د لغمان ولایت د اوبو او انرژي ریاست تر څارنې لاندې پرمخ وړل کېږي، چې تر اوسه پورې ۹۵ سلنه پرمخ تللې دي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۲۷ - ۱۶:۱۴
Background image

فاریاب ولایت کې د شپږو پروژو لومړنۍ تخنیکي سروې ترسره شوه

د فاریاب د اوبو او انرژي ریاست مسؤلینو...

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۲۷ - ۱۳:۵۸
Background image

د انرژي معینیت اونیزه تخنیکي او اداري ناسته ترسره شوه

دغه ناسته د انرژي معین محترم الحاج ملا...

بیرته تګ

User account menu