د انرژي معینیت اونیزه تخنیکي او اداري ناسته ترسره شوه

MEW-Media
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۲۷ - ۱۳:۵۸
1

دغه ناسته د انرژي معین محترم الحاج ملا عبدالهادي یعقوب تر رهبري لاندې د انرژي سکتور د رئيسانو، سلاکارانو او تخنیکي مسؤلینو په شتون کې نن سه شبنې د غبرګولي په ۲۷ نېټه د دغه معینیت د غونډو په تالار کې ترسره شوه.

په دغه ناسته کې په چارو کې انسجام، اړینو همغږیو او د انرژي پروژو غوره مدیریت تر بحث لاندې ونیول شول.

په دغه ناسته کې، د بحث د اصلي محورونو له ډلې څخه د انرژي پنځه کلن پراختیایي پلان نوی کول،  له خواجه الوان دښتې څخه د کابل تر ارغندۍ پورې د ۵۰۰ کیلو ولټ مزي د تطبیقي چارو چټکتیا  او د ستونزو هوارول او همدارنګه د بدخشان انرژي اړوند اړین مسائل وو.

اړوندو مسؤلینو د انرژي پنځه کلن پراختیايي پلان د نوي کولو په هکله راپور ورکړ، چې د معینیت د ټولو رئيسانو او کارپوهانو اندونه را ټول شوي او نوموړی پلان د تائید لپاره د اسلامي امارت اقتصادي کمېسیون ته لېږل شوی او د دغه کمېسیون تر تائید وروسته به نوموړی پنځه کلن پلان نوی شي.

همدارنګه، د ۵۰۰ کیلو ولټ مزي پروژې د پرمختګ په هکله اشاره وشوه، چې د دغې پروژې ټولنیزې ستونزې نژدې هوارې شوې او مدیریت یې په اغېزمنه توګه پرمخ ځي او تمه کېږي چې د دغې پروژې د مزي غځولو چارې ډېر ژر د ایم، بي، سي، سي قراردادي شرکت له لوري په سیمه کې پیل شي.

د ناستې په دوام کې، د بدخشان انرژي اړوندو اړینو موضوعاتو په هکله هم مفصلې خبرې، اترې وشوې او د چارو پرمختګ د چټکتیا په هکله اړین تصمیمونه ونیول شول.

دغه ناسته پر لا زیاتې همغږي او د انرژي پروژو د چارو د غوره ترسره کولو په ټینګار سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۴:۳۶
Background image

بادغیس ولایت کې د یوه چکډم پروژه د نږدې دوه میلیونه افغانیو په لګښت بشپړه شوه

۱۴۴۸/۱/۶هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۴/۱ هـ ل

د بادغیس ولایت د آبکمري ولسوالي د زوپدې کلي چکډم پروژه د ۱ میلیون، ۷۸۶ زره او ۷۸۰ افغانیو په لګښت بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

یاد چکډم د ۲۳.۴ . . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۰:۵۹
Background image

په پروان ولایت کې د پاواز کلي چکډمونو پروژو چارې څه باندې ۵۰ سلنه پرمخ تللې دي

۱۴۴۸/۱/۴ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۳/۳۰ هـ ل

د غوربند ـ چاریکار فرعي سیندیزې حوزې ریاست او د اړوندو ادارو ګډ تخنیکي ټیم د پروان ولایت د شېخ علي ولسوالي د پاواز کلي د چکډمونو پروژو د چارو له. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۹:۳۶
Background image

په غزني ولایت کې د ۱۳۱ میګاواټه لمریزې برېښنا پروژې چارې په چټکۍ سره روانې دي

۱۴۴۸/۱/۲ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۳/۲۸ هـ ل

په غزني ولایت کې د ۱۳۱ میګاواټه لمریزې برېښنا پروژه چې چارې یې د عزیزي انرژي شرکت په پانګونې د اوبو او انرژي وزارت اړوند د غزني فرعي سیندیزې حوزې. . .

بیرته تګ

User account menu