لغمان ولایت کې د شاهي کانال رغنیزې چارې ۱۵ سلنه پرمخ تللې دي

MEW-Media
دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۷ - ۱۳:۵۰
1

د لغمان ولایت د اوبو او انرژي ریاست مسؤولینو د دغهٔ ولایت په الینګار ولسوالي کې د شاهي کانال د رغنیزو چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او د شرکت مسؤولینو ته یې د چارو د چټکتیا او غوره والي په موخه اړینې لارښوونې وکړې.

د شاهي کانال په مسیر کې د کندن کاري، قالب بندي، کانکرېټ اچونې او پرکاري چارې په چټکۍ سره دوام لري، چې اوس مهال ۱۵ سلنه پرمخ تللې دي.

نوموړی کانال په ټوله کې د دوو فازونو په درلودلو سره ۷۰ کېلو مټره اوږدوالی لري او کابو ۲۰ زره هکټاره کرنیزه ځمکه خړوبوي.

د دغه کانال لومړی فاز د ۳۰ کېلومټره په اوږدوالي سره په څلورو برخو(لاټونو) کې پلي کېږي او ۵ زره هکټاره کرنیزه ځمکه خړوبوي، چې د لومړي فاز لومړۍ برخه(لاټ) یې ۶.۶ کېلومټره اوږدوالی لري.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۱۶:۱۷
Background image

ارزګان ولایت کې د آغاجان بند د جیوتخنیک او جیوفزیک مطالعات وڅېړل شول

محترم مولوی خلیل الرحمن عمري، د ترینکوټ سیندیزې فرعي حوزې رئيس او ورسره مل تخنیکي ټیم د ارزګان ولایت چنارتو ولسوالي ته د آغاجان بند د محور د سیمې د جیوتخنیک او جیوفزیک مطالعاتو د څېړلو،. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۱۴:۴۱
Background image

د غزني ولایت د سلطان بند د ساتنې او مراقبت پروژې چارې بېرته پیل شوې

د غزني ولایت د سلطان بند د ساتنې او مراقبت پروژې چارې چې د ۱۱۴ میلیونه افغانیو په لګښت په ۱۴۰۴ هـ ل کال کې پیل شوې وي، او د ژمي د سړې هوا له کبله ځنډول شوې وي، بېرته پیل شوې.

اوسمهال د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۱۴:۳۸
Background image

د پکتیا د سیندیزې فرعي حوزې له رئيس سره د اوبو په برخه کې د پروژو د پلي‌کولو غوښتنې شریکې شوې

د پکتیا د اوبو او انرژي رئيس محترم ملا محمد اسماعیل آخندزاده د پکتیا ولایت د روحاني بابا ولسوالي له یو شمېر علماوو او قومي مشرانو سره وکتل او د هغې ولسوالي د اوبو د مدیریت په موخه د. . .

بیرته تګ

User account menu