لغمان ولایت کې د درې سټيشنونو د ساتونکو خونې د نږدې درې سوه زره افغانیو په لګښت بیاورغول شوې

mew-admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۲/۲۴ - ۱۲:۲۲
1

لغمان ولایت کې د اسلام آباد، قرغه یې او نلیار پلونو د سټيشنونو د ساتونکو خونې د بیا رغونې پروژې چارې د ۲ سوه، ۹۲ زره او ۳۶۰ افغانیو په لګښت بشپړې او د لغمان ولایت د اوبو او انرژي رئيس محترم مولوي شیرجان راشدي په شتون کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

ښاغلي راشدي د نوموړې پروژې ګټې ته د سپارلو په مراسمو کې د سټيشنونو د حفظ او مراقبت په هکله هر اړخیزې خبرې وکړې او اړوندو مسؤلینو ته د سټيشنونو د ښه حفظ او مراقبت په موخه اړینې لارښوونې وکړې.

د نوموړې پروژې چارې د اسلامي امارت له بودجې څخه پرمخ وړل کېدې، چې د دوو میاشتو په موده کې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۴:۳۶
Background image

بادغیس ولایت کې د یوه چکډم پروژه د نږدې دوه میلیونه افغانیو په لګښت بشپړه شوه

۱۴۴۸/۱/۶هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۴/۱ هـ ل

د بادغیس ولایت د آبکمري ولسوالي د زوپدې کلي چکډم پروژه د ۱ میلیون، ۷۸۶ زره او ۷۸۰ افغانیو په لګښت بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

یاد چکډم د ۲۳.۴ . . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۰:۵۹
Background image

په پروان ولایت کې د پاواز کلي چکډمونو پروژو چارې څه باندې ۵۰ سلنه پرمخ تللې دي

۱۴۴۸/۱/۴ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۳/۳۰ هـ ل

د غوربند ـ چاریکار فرعي سیندیزې حوزې ریاست او د اړوندو ادارو ګډ تخنیکي ټیم د پروان ولایت د شېخ علي ولسوالي د پاواز کلي د چکډمونو پروژو د چارو له. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۹:۳۶
Background image

په غزني ولایت کې د ۱۳۱ میګاواټه لمریزې برېښنا پروژې چارې په چټکۍ سره روانې دي

۱۴۴۸/۱/۲ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۳/۲۸ هـ ل

په غزني ولایت کې د ۱۳۱ میګاواټه لمریزې برېښنا پروژه چې چارې یې د عزیزي انرژي شرکت په پانګونې د اوبو او انرژي وزارت اړوند د غزني فرعي سیندیزې حوزې. . .

بیرته تګ

User account menu