لغمان ولایت کې د بدیع الاباد کانال د رغنیزو چارو له بهیر څخه څارنه وشوه

د لغمان ولایت د اوبو او انرژي رئيس محترم مولوي شیرجان راشدي او ورسره مل ټیم د بدیع الاباد کانال د رغنیزو چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته یې د چارو د چټکتیا او غوره کیفیت په موخه اړینې لارښوونې وکړې.
د نوموړي کانال چارې د ۳۵۰ زره آمریکایي ډالرو په لګښت د اف.اې.او موسسې په مالي ملاتړ د لغمان ولایت د اوبو او انرژي ریاست تر څارنې لاندې پرمخ وړل کېږي او د اتو میاشتو په موده کې به بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
نوموړی کانال د ۷ کیلو متره اوږدوالي په در لودلو سره د ۴۰۰۰ جریبه ځمکې د خړوبولو وړتیا لري.