د تګاب ولسوالي تر باغدرې برېښنا بند پورې د سړک جوړونې پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وشوه

mew-admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۲ - ۹:۶
1

د کاپيسا د اوبو او انرژي رئيس محترم انجنیر کاوه خروش او ورسره مل تخنیکي ټیم د تګاب ولسوالي تر باغدرې برېښنا بند پورې د سړک جوړونې پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته یې د چارو د غوره پرمخ وړلو په موخه اړینې لارښوونې وکړې.

همدارنګه، ښاغلي خروش د تګاب ولسوالي په نوروزخېلو سیمه کې د هغو شپږو پروژو له سیمو څخه چې ټاکل شوي د یو، این، ډي، پي دفتر په مالي لګښت د کاپیسا د اوبو او انرژي ریاست تر څارنې لاندې پلي شي، هم لیدنه وکړه او د شوخي هایدرومیتیورولوژي سټیشن او کیبل وي هم له تخنیکي پلوه و ارزول شو.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۱۴:۴۱
Background image

د غزني ولایت د سلطان بند د ساتنې او مراقبت پروژې چارې بېرته پیل شوې

د غزني ولایت د سلطان بند د ساتنې او مراقبت پروژې چارې چې د ۱۱۴ میلیونه افغانیو په لګښت په ۱۴۰۴ هـ ل کال کې پیل شوې وي، او د ژمي د سړې هوا له کبله ځنډول شوې وي، بېرته پیل شوې.

اوسمهال د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۱۴:۳۸
Background image

د پکتیا د سیندیزې فرعي حوزې له رئيس سره د اوبو په برخه کې د پروژو د پلي‌کولو غوښتنې شریکې شوې

د پکتیا د اوبو او انرژي رئيس محترم ملا محمد اسماعیل آخندزاده د پکتیا ولایت د روحاني بابا ولسوالي له یو شمېر علماوو او قومي مشرانو سره وکتل او د هغې ولسوالي د اوبو د مدیریت په موخه د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۱۵:۵۸
Background image

د پکتیا سیندیزې فرعي حوزې ریاست د اداري ودانۍ پروژې چارې ۴۸ سلنه بشپړې شوې دي

د پکتیا سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم ملا محمد اسماعیل آخندزاده او ورسره مل تخنیکي ټیم د دغه ریاست د اداري ودانۍ پروژې د ودانیزو چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته یې د. . .

بیرته تګ

User account menu