لغمان ولايت کې دشهيدانو کانال ليننګ او دمحافظتي دېوال د جوړېد چارې د نېږدې 30 زره آمريکايي ډالرو په ارښت پيل شوې

mew-admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۷/۱۳ - ۱۷:۵۵
1

د لغمان ولايت په قرغيو ولسوالي کې دشهيدانو کانال ليننګ او دمحافظتي دېوال دجوړېدو چارې د نهه وېشت زره،دوه سوه او پنځه اويا(29275) آمريکايي ډالرو په ارښت د لغمان سينديزې فرعي حوزې رئيس محترم مولوي شيرجان راشدي، دقرغيو ولسوال محترم مولوي نورالهادي صارم سعيد او يو شمېر قومي مشرانو په شتون کې پيل شوې

نوموړى کانال چې 1320 متره اوږدوالى لري، چارې به يې د څلورو مياشتو په موده کې بشپړې شي او دوه سوه جريبه کرنيزه ځمکه به خړوبه شي

 د يادې پروژې چارې د يو ان ډې پي په مالي ملاتړ د لغمان سينديزې فرعي حوزې په همکاري پرمخ وړل کېږي

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۳:۵۷
Background image

سمنگان ولایت د دره‌ صوف بالا او دره ‌صوف پایین ولسوالیو کې د کشکک او چله ‌مزار کانالونو د پروژو د کار له جریان څخه څارنه ترسره شوه

د یادې پروژې چارې شاوخوا ۵ سلنه پرمخ تللي او د پروژې په ځینو برخو کې د ۲۸۰ مترو په اوږدوالي کانکریټ اچونه ترسره شوې ده.

د کشکک او چله‌ مزار کانالونو پروژې چارې په ټولیز ډول د ۴ کیلومتر. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۱:۲۴
Background image

لغمان ولایت قرغیو ولسوالي اړوند د عزیزخان کڅ بولډروال جوړونې پروژې چارې ۹۵ سلنه بشپړې شوې دي.

د لغمان سیندیزې فرعي حوزې رئیس مولوي شیرجان راشدي د تخنیکي ټیم په ملتیا د پروژې له روانو چارو څخه نظارت او ارزونه وکړه. د لیدنې پر مهال د پروژې کیفیت، تخنیکي معیارونه او د کار پرمختګ له. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۹:۱۸
Background image

پکتیکا کې له لسو کلونو وروسته وچ کاریز بېرته فعال شو.

پکتیکا ولایت د ګومل ـ پکتیکا فرعي سیندیزې حوزې مسؤلین وایي، د یوسف‌خېلو ولسوالي د خیربین سیمې «ګاري کاریز» چې له تېرو لسو کلونو راهیسې وچ شوی وو،  په سیمه کې د وهل شوو برمو د بندولو له. . .

بیرته تګ

User account menu