غور ولایت کې د هریرود سیند او د یوه سټیشن د ټینګښت پروژې چارې د څه باندې څلور میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې

MEW-Media
یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۳ - ۱۰:۰
1

د غور ولایت د دولت‌یار ولسوالي په شینیه کلي کې د هریرود سیند او د شینیه هایدرولوژي سټیشن د ټینګښت پروژې چارې د ۴ میلیونه، ۳۸۱ زره او ۳۰۹ افغانیو په لګښت د غور د اوبو او انرژي رئيس محترم ملا رحمت الله اماني، قومي مشرانو او د سیمې د یو شمېر اوسېدونکو په شتون کې پیل شوې.

ښاغلي اماني د نوموړو پروژو په پرانیست غونډه کې د اوبو سرچینو د ارزښت په هکله خبرې وکړې او د سیند د حریم او بستر پر ساتنې باندې ټینګار وکړ. هغه زیاته کړه، چې له بده مرغه په تېرو کلونو کې په ډېرو ځایونو کې د سیند حریم غصب شوی چې په سیلابي موسمونو کې د سیند شاوخوا اوسېدونکو ته ډیر تاوانونه اوړي.

دغه پروژې د اوبو او انرژي وزارت په مالي لګښت د غور د اوبو او انرژي ریاست تر څارنې لاندې پلي کېږي، چې په بشپړېدو سره به یې کرنیزې ځمکې، استوګنیز کورونه، ښوونځی، فرعي سړک او د شینیه هایدرولوژي سټيشن د سیلابونو د ویجاړیو له خطرې څخه خوندي شي.

 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ - ۱۲:۵۰
Background image

جوزجان ولایت کې د آمو سیند څنډو د ټینګښت درې پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

د جوزجان ولایت د قرقین ولسوالي اړوند دینار کلي کې د آمو سیند څنډو د ټینګښت درې پروژې چې ۹۴۰ متره اوږدوالی لري، د آمو سیند څنډو د ټینګښت رئيس محترم مولوي وکیل احمد نقي په شتون کې ګټې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ - ۹:۴۴
Background image

د آمو سیند څنډو د ټینګښت رئيس د جوزجان له والي سره وکتل

د آمو سیند څنډو د ټینګښت رئيس محترم مولوي وکیل احمد نقي او ورسره مل پلاوي د جوزجان ولایت ته سفر وکړ او د دغه ولایت له والي محترم الحاج مولوي عبدالله سرحدي سره یې وکتل.

 په دغه لیدنه کې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۳ - ۱۴:۵۵
Background image

زابل ولایت کې د عمري ذخيروي بند د ساتنې او مراقبت پروژې چارې 75 سلنه پرمخ تللې دي

د ترنک قلات سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم مولوي عبدالکریم ذوالفقار او ورسره مل تخنیکي ټیم د دغه ولایت د مرکز اړوند د عمري ذخيروي بند د ساتنې او مراقبت پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه. . .

بیرته تګ

User account menu