غزني ولایت کې د یوه چکډم او کانال چارې د څه باندې 7.5 میلیونه افغانیو په لګښت پيل شوې

mew-admin
شنبه ۱۴۰۴/۲/۶ - ۸:۵۳
1

د غزني ولایت په زنخان او اجرستان ولسوالیو کې د کوه سورخ چکډم د جوړوېدو او د بائي کانال د رغولو چارې د ۷ میلیونه، ۵۷۷ زره او ۲۳۸ افغانیو په لګښت د غزني ولایت د اوبو او انرژي ریاست د مسؤلینو په شتون کې پیل شوې.

د کوه سورخ چکډم د محور اوږدوالی 49.6 متره او لوړوالی یې ۶ متره ده چې د ۵۰۰۰ متره مکعب اوبو د زېرمه کولو وړتیا لري او د دبائي کانال ۳۱۸ متره اوږدوالی لري.

په نوموړو پروژو کې ګڼ شمېر کسانو ته د کار زمینه چمتو شوې او د چارو په بشپړېدو سره به یې د ځمکې لاندې اوبه تغذیه، سیلابونه کنټرول او د چاپيریال په ښکلا کې مثبت رول ولري.

د دغو پروژو چارې د اوبو او انرژي وزارت په مالي لګښت د غزني ولایت د اوبو او انرژي ریاست تر څارنې لاندې پرمخ وړل کېږي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۴:۱
Background image

کابل ولایت کې د خنکوټ او د فتوح کلا لاندني کانالونو پاکاري بشپړه شوه

د کابل منځنۍ سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو د اوبو ټولنو د ګټې اخیستونکو په مرسته د کابل ولایت د چهار آسیاب ولسوالي په قلعه مسلم سیمه کې د خنکوټ او فتوح کلا لاندني کانالونو پاکاري. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۱:۴۰
Background image

بادغیس ولایت کې د زوپدې کلي د زو درې چکډم پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه ترسره شوه

د قلعه نو – بادغیس سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو او ورسره مل ولایتي ټاکل شوي پلاوي د زوپدې کلي د زو درې چکډم پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته لارښوونه وکړه، چې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۹:۲۷
Background image

ارزګان ولایت کې د شفلوغ بند چارې کابو ۱۵ سلنه بشپړې شوې دي

د ترینکوټ سیندیزې فرعي حوزې رئيس او ورسره مل تخنیکي ټیم د ارزګان ولایت په چنارتو ولسوالي کې د شفلوغ بند پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته یې اړینې لارښوونې وکړې.

. . .

بیرته تګ

User account menu