غزني ولایت کې د کامل کانال د رغولو چارې پیل شوې

mew-admin
شنبه ۱۴۰۳/۷/۷ - ۱۴:۳۰
1

کامل کانال چې د سلطان بند له لویو کانالونو څخه ګڼل کېږي، د نوموړي کانال د رغولو چارې د غزني والي، الحاج حافظ محمد آمین عمري؛ د غزني ولاړو اوبو فرعي سییندیزې حوزې رئیس مولوي محمد شفیق منصور عمر، د غزني ولایت د اقتصاد رئیس مولوي نادرشاه شریف، د نوموړې سیندیزې حوزې تخنیکي ټیم او یو شمېر قومي مشرانو په شتون کې پرانیستل شوې.

نوموړی کانال چې شاوخوا ۱۵ کېلو متره اوږدوالی لري، په ذکر شوي اوږدوالي کې یې ۱۱۸۰ متره په اوږدو سره د اېف، اې، او مؤسسې په مالي ملاتړ د یادې سیندیزې حوزې ریاست تر څارنې لاندې د ۱۰۶ زرو ۲۴۴ امریکايي ډالرو په لګښت جوړېږي.

د یادولو وړ ده چې د یاد کانال په جوړېدو سره به ۱۰۰۰ هکتاره ځمکه له سلطان بند څخه خړوبه شي، ۱۲ پلچکونه او ۱۵ هایدرولېکي دروازې به هم جوړې شي.

همدارنګه د نوموړې کانال د رغولو په چارو کې به ۴۵ کسانو ته د کار زمینه برابره شي او د ۶ میاشتو په موده کې به یې چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۷ - ۸:۵۰
Background image

په ګذرې او پښتون زرغون ولسوالیو کې د سلما بند د خوشې شوو اوبو له بهیر څخه د عادلانه وېش په موخه څارنه وشوه

د لاندني هریرود- مرغاب سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم مولوي سردار عزیزي او ورسره مل تخنیکي ټیم د سلما بند د خوشې شوو اوبو له بهیر څخه د هرات ولایت په پښتون زرغون او ګذرې ولسوالیو کې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۶ - ۱۵:۵۲
Background image

د اوبو او انرژي وزیر کندز ولایت کې د آمو سیند څنډو د تحکیماتو له پلې شوې پروژې څخه لیدنه وکړه

د اوبو او انرژي وزیر محترم الحاج ملا محمد یونس آخندزاده او د اوبو معین محترم مجیب الرحمن عمر آخندزاده کندز ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د امام صاحب ولسوالي په نجم الدین برزنګي سیمه کې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۶ - ۱۵:۴۰
Background image

د اوبو او انرژي وزیر د بدخشان ولایت د شورآبک برېښنا بند څخه لیدنه وکړه

د اوبو او انرژي وزیر محترم الحاج ملا محمد یونس آخندزاده او د اوبو معین محترم مجیب الرحمن عمر آخندزاده او ورسره مل پلاوي بدخشان ولایت ته سفر وکړ او د شورآبک برېښنا بند څخه لیدنه وکړه.

ه. . .

بیرته تګ

User account menu