د GIZ دفتر د اوبو او انرژی وزارت سره د انرژۍ په سکټور کې د همکارۍ ته دوام لپاره چمتو دی.

mew-admin
پنجشنبه ۱۳۹۸/۱/۲۹ - ۸:۳۸
mew

د GIZ دفتر د اوبو او انرژی وزارت سره د انرژۍ په سکټور کې د همکارۍ ته دوام لپاره چمتو دی.
له همدې کبله ښاغلی ډاکټر فرانک فیچر چې د GIZ دفتر د انرژۍ د برنامو مسؤل او د اوبو او انرژی وزارت سرپرست ښاغلی انجنیر محمد ګل خلمی سره وکتل او خبری یی وکړی.
دا لیدنه د GIZ دفتر او د اوبو او انرژی وزارت ترمنځ د نوي کیدنکو وړ انرژۍ سکټورونو ترمنځ دوه اړخیزو همکاریو په موخه په لاره واچول شوه.
د اوبو او انرژی وزارت سرپرست ښاغلی انجنیر محمد ګل خلمی د ښاغلی فیچر راتګ د اوبو او انرژی په وزارت کی هغه ته ښه راغلاست ووایو او ویی ویل دGIZ دفتر د اوبو او انرژی وزارت کی زموږ ښه همکاران دی. موږ هیله لرو چې دا همکاري دوام ومومي.
وروسته ښاغلی فیچرد GIZ د فتر د انرژۍ د برنامو مسول خبرې وکړې او ویی ویل موږ چمتو یو ترڅو د اوبو او انرژی وزارت سره د انرژۍ په سکتور کې، د روزنې مرکز ظرفیت لوړولو او د انرژي خدماتو تنظیمولو کې مرسته وکړو.
په پای کې دواړو لوریو په ګډو همکاریو تداوم ټینګار وکړه.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۱:۳۵
Background image

په پکتیا ولایت کې د څه باندې ۵زره جریبه کرنیزو ځمکو د اوبو لګونه په څاڅکي اوبو لګولو بدل شوی دی

۱۴۴۷/۱۲/۲۳ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۳/۱۹ هـ ش

د پکتیا فرعي سیندیزې حوزې رئيس محترم ملا محمد اسماعیل آخندزاده، د ولایت مقام د دفتر رئيس محترم مولوي نورالله ممتاز، د اوبو لګولو او مالداري رئيس. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۷ - ۹:۲
Background image

د غزني ولایت د سردې بند اوبه دوهم ځل د پنځو ورځو لپاره د کرنیزو ځمکو د خړوبولو په موخه خوشې شوې

۱۴۴۷/۱۲/۲۱ هـ ق مطابق ۳/۱۷ /۱۴۰۵ هـ ش

د غزني ولایت د سردې ذخیروي او اوبولګولو بند اوبه دوهم ځل د پنځو ورځو لپاره د کرنیزو ځمکو د خړوبولو په موخه د غزني د فرعي سیندیزې حوزې ولاړو اوبو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۶ - ۱۴:۸
Background image

د پکتیا فرعي سیندیزې حوزې ریاست د اداري ودانۍ پروژې ودانیزې چارې ۵۷ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۷/۱۲/۲۰هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۳/۱۶ هـ ش

 د پکتیا فرعي سیندیزې حوزې رئيس محترم ملا محمد اسماعیل آخندزاده او ورسره مل تخنیکي ټیم د دغه ریاست د اداري ودانۍ پروژې د ودانیزو چارو له بهیر څخه. . .

بیرته تګ

User account menu