د یوه هندي شرکت مسؤلینو د اوبو او انرژي وزارت له سرپرست وزیر سره په لیدنه کې د برېښنا د تولید په پروژو کې پانګونې ته لېوالتیا څرګنده کړه

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر محترم الحاج ملا عبداللطیف منصور د نجیب سلیمان شرکت له مرستیال محترم منور لال د هندوستان هېواد له اوسېدونکي سره وکتل او د انرژي د تولید په پروژو کې د پانګونې په هکله بحث او د اندونو تبادله وکړه.
په دغه لیدنه کې، د نوموړي شرکت مرستیال وویل، چمتو دي چې په افغانستان کې د برېښنا انرژي د تولید په پروژو کې پانګونه وکړي.
د اوبو او انرژي سرپرست وزیر د نوموړي د پانګونې د هرکلي ترڅنګ یادونه وکړه، چې اوسمهال له هره پلوه په افغانستان کې د پانګونې لپاره زمینه چمتو ده.
ښاغلي منصور ټينګار وکړ، چې د اړینو همغږیو د رامنځته کولو لپاره غوره ده، چې د وزارت او د نوموړي شرکت تخنیکي ټیمونه د پانګونې د څرنګوالي او د پروژې د ځای د ټاکلو په هکله هوکړې ته ورسيږي؛ ترڅو د پروژې د اغېزمنتوب څخه ډاډ تر لاسه او د پلي کولو زمینه چمتو شي.