د یوه ترکي شرکت مسؤلینو د اوبو او انرژي له سرپرست وزیر سره په لیدنه کې د انرژي د تولید په پروژو کې پانګونې ته لېوالتیا څرګنده کړه

mew-admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۹/۲۲ - ۱۴:۳۰
1

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر محترم الحاج ملا عبداللطیف منصور د ترکیې هېواد د  «مگما» سوداګریز شرکت له مسؤلینو سره وکتل او په افغانستان کې د انرژي تولید په پروژو د پانګونې په هکله بحث او د اندونو تبادله وکړه.

په دغه لیدنه کې، د نوموړي شرکت مسؤلینو وویل، چې چمتو دي تر څو په افغانستان کې د انرژي تولید په پروژو کې پانګونه وکړي.

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر د نوموړي شرکت د لېوالتیا ستایلو ترڅنګ، یادونه وکړه چې اوسمهال له هره پلوه په افغانستان کې د پانګونې لپاره زمینه چمتو ده.

ښاغلي منصور د نوموړي شرکت مسؤلینو ته د دغه وزارت له لوري د هر راز همکاري ډاډ ورکړ.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۷ - ۱۰:۲۷
Background image

خوست ولایت کې د رنده‌کي کلي استنادي دېوال پروژه تر څارنې لاندې ونیول شوه

د څارنې او ارزونې ریاست تخنیکي ټیم خوست ولایت ته د خپل سفر پر مهال د دغه ولایت د اوبو او انرژي ریاست د مسؤلینو په همکاري د رنده‌کي کلي استنادي دېوال پروژه تر څارنې لاندې ونیوله.

د. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۷ - ۱۰:۱۶
Background image

ننګرهار ولایت کې د چکنور کانال د اوبو ټولنه جوړه شوه

د اوبو او انرژي وزارت مسؤلینو او ورسره مل د ننګرهار د اوبو او انرژي ریاست مسؤلینو د دغه ولایت لعلپورې ولسوالي ته سفر وکړ او د چکنور کانال د اوبو ټولنه جوړه او مسؤلین یې وټاکل شول.

همدا. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۷ - ۱۰:۰
Background image

د لغمان ولایت د شاهي کانال پروژې د ودانیزو چارو له بهیر څخه څارنه وشوه

د کابل عمومي حوزوي رئيس محترم الحاج احسان‌الله حقیار او ورسره مل د لغمان د اوبو او انرژي رئيس محترم مولوي شیرجان راشدي د شاهي کانال پروژې د ودانیزو چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو. . .

بیرته تګ

User account menu