د کجکي برېښنا بند د دوهم فاز چارې شاوخوا ۹۶ سلنه بشپړې شوې
۵/۵/ ۱۴۴۸هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۲۵ هـ.ل
په هلمند ولايت کې د کجکي برېښنا بند د دوهم فاز چارې چې په بېلا بېلو برخو کې په چټکۍ روانې دي، شاوخوا ۹۶ سلنه بشپړې شوې، چې په نږدې راتلونکي کې به يې چارې بشپړې او ګټې اخيستنې ته وسپارل شي.
